د پرتګال پوليسو يو افغان کډوال په اسماعيليانو اسلامي مرکز کې د دوو ښځو په وژنه تورن کړی

د پرتګال پولیسو په پلازمېنه لزبن کې یو افغان کډوال د اسماعیلیانو په اسلامي مرکز کې د دوو ښځو پر وژنه تورن کړی دی.

پولیسو په یو بیان کې ویلي، کله چې له دې اسلامي مرکز څخه د مرستې لپاره غوښتنه وشوه، نو پولیس افسران هلته دا افغان کډوال په داسې حال کې ولیده چې یوه چاړه یې په لاس کې وه خو کله چې پولیسو د تسلیمۍ غوښتنه ترې وکړه هغه ونه منله نو پولیس ډزو ته اړ شول.

د خبر له‌مخې بریدکوونکی ټپي شوی او اوس مهال په روغتون کې دی.

د کورنیو چارو وزیر خوزې لوییز کارنیرو له پېښې وروسته خبریالانو ته وویل، د دې مرکز دوه کارکوونکې چې یوه د بریدکوونکي ۴۰ کلنه ښوونکې او بله یې ۲۰ کلنه ټولګيواله وه، په برید کې وژل شوي او یو بل تن سخت ټپي شوی.

د کورنیوچارو د وزیر په وینا تورن افغان له رواني پلوه په ناوړه حالت کې و، ځکه خپله مېرمن یې پرتګال ته له رسېدو مخکې په یونان کې د کډوالو په یوه کمپ کې له لاسه ورکړې وه.

منبع

د پرتګال پلازمېنه لیزبون کې پولیس وايي، د مسلمانانو په یوه مذهبي مرکز کې د چاکو په یوه برید کې دوې ښځې وژل شوې دي. دا برید د اسماعيلیانو په یوه مرکز کې شوی دی.

پولیس وايي، برید ګر په داسې حال کې چې یو لوی چاکو یې هم درلود پر پښه ډزو ویشتل شوی دی. وروسته دا بریدګر نیول شوی او په ټپي حالت کې روغتون ته لېږدول شوی دی.

تر اوسه د دې برید انګېزه معلومه نه ده. پولیس وايي، پر ۱۱ بجو چې مشکوک بریدګر مرکز ته ننوت، دوی ته خبر ورکړل شو.

پولیسو له مشکوک کسه وغوښتل چې له خپلې کړنې لاس واخلي، خو هغه یې غوښتنه و نه منله، ځکه وروسته په ډزو وویشتل شو. له اېس ای سي نوتیزیاز سره خبرو کې د اسماعیلي ټولنې مشر نظام احمد وايي، بریدګر افغان او دوې وژل شوې ښځې د پرتګال اوسېدونکې وې.

اسماعيلي ټولنې په دې هکله یوه اعلامیه هم خپره کړې، چې پکې ویل شوي، ټولنه د دې پېښې له کبله ”سخت ټکان خوړلی، خواشیني یو او د پېښې قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي او ملاتړ اعلانوي.”

په اعلامیه کې زیاته شوې، د ودانۍ ساحه خوندي شوې او اسماعیلي ټولنه له پولیسو سره د پېښې په هکله پلټنو کې مرسته کوي. د پرتګال لومړی وزیر انتونیو کاستا وايي، داسې ښکاري چې ”دا بریدګر په یوازې سر شوی”

او د انګېزې په هکله بحث به یې له وخته مخکې خبره وي. پولیسو د سې شنبې پر ورځ له ځايي خلکو وغوښتل چې د اسماعیلي مرکز سیمې ته له ورتلو دې ډډه وکړي.

لومړی نظر وکړئ on "د پرتګال پوليسو يو افغان کډوال په اسماعيليانو اسلامي مرکز کې د دوو ښځو په وژنه تورن کړی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*