په بلوچستان کې ۹ پاکستاني عسکر وژل شوي دي

په بلوچستان کې ۹ پاکستاني عسکر وژل شوي دي
په بلوچستان کې ۹ پاکستاني عسکر وژل شوي دي

د پاکستان په سويل لويديځ بلوچستان کې د دوشنبې په ورځ یوه حمله کې لږ تر لږه ۹ پاکستاني سرتيرې وژل شوي او ۱۶ ټپيان شوي دي. دا په دغه هیواد کې د روانو تاوتريخوالو په لړ کې تر ټولو وروستۍ خونړۍ پېښه ده.

په سیمه کې د پولیسو یو ویاند اعجاز احمد، د آلمان خبري آژانس ته وویل چې «په یوه چاودنه کې د بلوچستان د لیويز نیمه پوځي ځواکونو ۹ سرتيري وژل شوي دي.»

د ویاند په خبره دغه سرتيري په یوه بس موټر کې د بلوچيستان کچهي ولسوالۍ ته پر لاره ول چې په بس کې چاودنه وشوه.

هغه وويل چې د چاودنې د رامنځ ته کېدو علت تر اوسه معلوم نه دی. په چاودنه کې ۱۶ نور عسکر ټپیان شوي دي او د دې اندېښنه شته چې د مړو شمېر به ښايي لوړ شي. د دغې بمي حملې مسئولیت تر اوسه کومي ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

په پاکستان کې وروسته له هغې تاوتریخوالو زور اخیستی چې د تېرکال په نوامبر کې د اسلام آباد او پاکستاني طالبانو تر منځ د میاشتو مذاکرات له ناکامۍ سره مخ شول.

آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې زیاتوي چې د سولې دغه مذاکرات د افغان طالبانو د حقاني شبکې په منځګړيتوب ترسره کېدې.

بلوچستان د پاکستان تر ټولو لوی ایالت دی چې له افغانستان او ایران سره ګډې پولې لري. په دغه ایالت کې په منظمه توګه د افراطي وسله والو، فرقه ایزو ډلو او ملتپال بېلتونغوښتونکو له خوا بریدونه ترسره کیږي. ډېر بریدونه د بيجنګ د پانګونې له ستر پلان سره په مخالفت تر سره کيږي کوم چې د چین سینکیانګ ایالت په بلوچستان کې د سړکونو او ريل ګاډې د پټليو د یوې شبکې له لارې له عربي بحېرې سره نښلوي.

منبع

1 Comment on "په بلوچستان کې ۹ پاکستاني عسکر وژل شوي دي"

  1. مصباح الله همدرد صافی | مارچ 9, 2023 at 6:58 ب.ظ | جواب

    داللهﷻ نه دخیرغوښتنه کوونې إن شاء الله

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.

*