په ترکيې او سوريې کي دوو سختو زلزلو په سونو انسانان وژلي دي

په ترکيې او سوريې کي دوو سختو زلزلو په سونو انسانان وژلي دي
په ترکيې او سوريې کي دوو سختو زلزلو په سونو انسانان وژلي دي

د ترکیې په سويل ختيځ او سوريه کې يوې زورورې زلزلې سخت ځاني زيان رسولی دی. په سونو انسانان مړه دي او په زرونو نور ټپيان شوي دي. همدا راز په قبرص، لبنان او مصر کې هم ټکانونه احساس شوي دي.

د زلزلې دوو شديدو ټکانونو چې پرله پسې رامنځته شول، د ترکیې جنوب ختيځ لړزولی دی. د ځمکي پيژندونکو په حواله دغه ټکانونه د دوشنبې په ورځ د سيمې پر وخت سهار وختي احساس شول.

د تازه معلوماتو په حواله د ترکیې او سوریې ترمنځ په دغه سرحدي سيمه کې تر ۱۴۰۰ ډېرو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او تر۵۳۰۰ ډېر نور ټپيان شوي دي.

د ريښتر په کچه ۷،۴ درجې دې زلزلې مرکز د سوریې پولې ته څېرمه د قهرمان (کهرام) مرعش ايالت کې ښوول شوی دی. تر دې زلزلې لږ وروسته د غازي عنتاب په سيمه کې يوه بله زلزله هم شوې چې د ريښتر په مقياس يې اندازه ۶،۶ وه.

د آلمان په پوستام ښار کې د جيولوژيکي څېړنې مرکز د دغو زلزلو شدت ۷،۸ او ۶،۷ اټکل کړی دی. د رسمي معلوماتو پر اساس د زلزلې ټکانونه په اسرائيل او همدا راز مصر، قبرص او لبنان کې هم احساس شوي دي.

په سوريه کې هم سخت ځاني زيان اوښتی

د سوریې د روغتيا مرستيال وزير په دغه هيواد کې هم د درنې مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی. په سوريه کې هم د مړو شمير تر ۵۰۰ اوښتی دی. د ټپيانو شمير هم تر ۱۶۰۰ ډېر ښوول شوی دی.

د چارواکو په حواله د ترکیې د جنوب ټولې سيمې اغیزمنې شوي

په سوريه کې د «سپين خوليو» مرستندويه ټولنې هم ويلي دي چې ډېرو انسانانو ژوند له لاسه ورکړی دی. د دغه ټولنې مشر رايد الصالح وويل: «موږ چې څومره مو په وس پوره ده، هومره مرسته کوو څو له هغو سره کومک وکړای شو چې تر خرابو لاندې لا پراتي دي.»

د يادې ټولنې يوه بل غړي وويل: «وضعيت ډېر خواشينونکی دی.»

د سنا خبري آژانس په حواله په سوريه کې يو شمير ودانۍ نړېدلي دي. انځورونه ښيي چې ژغورونکي ډلي انسانان روغتونو ته انتقالوي.

د نړيوالې مرستې غوښتنه

د زلزلې بشپړې ويجاړۍ لا د وړاندوينې وړ نه دي. د ترکیې د کورنيو چارو وزير سليمان سوېلو د «سي ان ان ترک» شبکې سره په خبرو کې وويل چې د هيواد د جنوب ختيځ ټولې سيمې اغیزمنې شوي دي. نوموړي زياته کړې چې ودانۍ نړېدلي دي او د ټول هېواد څخه د ژغورنې ډلې ورغوښتل شوي دي. سوېلو له نړيوالې ټولنې څخه د مرستې غوښتنه وکړه.

ولسمشر رجب طيب اردوغان د تويتر له لارې ويلي: «موږ هيله لرو چې له دې ناورين څخه به ډېر ژر او په ګډه ووځو او د امکان تر حده لږ زيان به اوښتی وي.»

د ترکیې د زلزلې د ملي مرکز مشر رايد احمد ويلي دي چې دا له ۱۹۹۵م کال راهېسې په ترکيه کې تر ټولو زوروره زلزله ده.

د ۱۹۹۹م کال زلزله

ترکيه د زلزلې په يوه نړيواله کچه فعاله ساحه کې پروت دی. دلته دوه کونتيننتال يا قاره يي تختې سره څنګ پر څنګ پرتې دي: افريقايي او يورو آسيايي تختې.

په ۱۹۹۹م کال کې د ۷،۴ درجې يوې زلزلې د دغه هيواد په شمالي لویدیځ کې تر ۱۷ زرو ډېرو انسانانو ژوند واخيست.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په ترکيې او سوريې کي دوو سختو زلزلو په سونو انسانان وژلي دي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*