
په شلو ولایتونو کې د پولیو واکسین دویم فرعي کمپاین پیل شو
د هېواد په شلو ولایتونو کې د څلورو ورځو لپاره د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل شو.
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت ویلي چې په دې کمپاین کې تر پنځو کلونو کم عمره ۸.۳ میلیونه ماشومان واکسین شي.
واکسیناتوره عفیفه نسیمي وایي: «موږ له سیمې تر سیمې کار کوو او د کورنیو همکارۍ ته اړتیا لرو، څو خپل ماشومان د واکسین لپاره موږ ته راولي.»
ډاکټر ساحل حسنزي په دې اړه و ویل: «ځکه چې د پولیو ویروس د ماشومانو د فلج سبب کېږي، نو واکسین ډېر مهم رول لري او ماشومان باید په کوچنیوالي کې واکسین شي.»
د پلازمېنې اوسېدونکي هم د دا ډول کمپاینونو د زیاتېدو او د تطبیق د بهیر د بدلون غوښتونکي دي.
د کابل اوسېدونکی، حیمدالله وایي: « دغه واکسینونه کور په کور تطبیق شي، څو ټول ماشومان واکسین شي.»
د کابل یو بل اوسېدونکی، نویدالله وایي: «زموږ غوښتنه له عامې روغتیا وزارته دا ده چې د واکسین کمپاینونه زیات شي او د هېواد ټولو ماشومانو ته تطبیق شي، څو هغوی روغ پاتې شي.»
اوس پوښتنه دا ده، چې ولې لاهم دغه ناروغۍ لاهم د هېوادوالو ترمنځ نه ده ورکه شوې؟
یو ډاکټر، ضیا درمل هم و ویل: «د پولیو پر وړاندې یوه ناسمه عقیده شته، ګواکې دا ماشومانو ته زیان رسوي؛ دغه باورونه باید له منځه ولاړ شي. همداراز، هغه جګړې او امنیتي ستونزې چې پخوا موجودې وې، د دې سبب شوې چې ماشومانو ته واکسین ونه رسېږي او دا ناروغي هم زموږ هېواد کې له منځه ولاړه نه شي.»
د یادونې ده، چې هر کال په هېواد کې د پولیو اصلي او فرعي کمپاینونه کېږي؛ خو روغتیا وزارت بیا ویلي، چې ځینې کورنۍ او ملا امامان لاهم ډېره همکاري نه کوي.
لومړی نظر وکړئ on "په شلو ولایتونو کې د پولیو واکسین دویم فرعي کمپاین پیل شو"