په هرات کي د سوداګرو ښځو شمیر زیات شوې

په هرات کي د سوداګرو ښځو شمیر زیات شوې
په هرات کي د سوداګرو ښځو شمیر زیات شوې

د هرات ولایت د ښځو د سوداګرۍ خونې مسؤولینې واېې، د جمهوری نظام له پرځیدو سره سم په دې ولایت کي د سوداګرو ښځو شمیر ډیر شوې.

ویل کیږې دا مهال یواځنی سکتور چې پکې د ښځو د کارکولو پر وړاندي ډیر خنډونه نشته هغه د متشبثو ښځو سوداګریز فعالیتونه دي خو ویل کیږې په ټولیز ډول پر مېرمنو محدودیت د دوې پر کارې کیفیت منفي اغیزه کړې.

د جمهوری نظام له پرځیدو وروسته په افغانستان کي د ټولنې د دې قشر پر زده کړو او کار کولو بنډیزونو سیوری وغوړاوه او ډیرو ښځو دندي له لاسه ورکړې.

خو په هرات کي د سوداګرو ښځو د کاري کیفیت پر ځاې د دوې د سوداګریزو فعالیتونو کمیت ډیر شوی. په دې ولایت کي د ښځینه سوداګرو درې ځانګړي سوداګریز مارکیټونه جوړ او څلورم یې د جوړیدو په حال کي دي.

خو پوښتنه بیا دا ده چې دا فعالیتونه تر کومه د یادو میرمنو د کورنیو په اقتصادي پیاوړتیا کي کټور واقع شوې.

د هرات د ښځینه سوداګرو د خونې مشرې ادیبا وزیرې دویچه ویله ته وویل: «یواځینی فعالیت چې افغان حکومت نه دی محدود کړی هغه د سوداګرو ښځو فعالیت دی، د جمهوریت له پرځیدو سره سم په هرات کي د ښځو درې سوداګریز نوې مارکیټونه جوړ شوې او دا مهال تر ۴۰۰ میرمنې جوازونه لرې چې په سوداګرۍ بوختي دي او دا شمیر ورځ تر بلې ډیرزیږي.»

میرمن وزیرې یاد کمیت ته په کتو واېې کیفیت هغومره نه دې چې تمه کیږې خو که ټولو ښځو ته د زده کړو او دندو اجازه ورکړل شې دا په مستقیم ډول زموږ پر سوداګریزو فعالیتونو ډیر مثبت تاثیر لري.

بل لور ویل کیږې دا چې په نورو برخو کي د ښځو پر فعالیت او زده کړو محدودیتونه لګول شوې یوشمیر ښځو د ناچارۍ له امله سوداګریزو فعالیتونو ته مخه کړې ځکه همدا یواځنی فعالیت چې نه دی بند شوې همدا د متشبثو ښځو کاروبار دی.

افسانه آرسین هغه مېرمن ده چې کلونه د هرات په افغان ترک لیسه کي د ټکنالوژۍ په برخه کي په استادۍ بوخت وه اوس سوداګري کوي. هغه وايي: «نه یواځي زما بل د ډیرو ښځو سوداګریز فعالیت کم شوې خو چاره نه لرو زما دوې نورې خویندې چې محصلاني وي هغه هم پر کور ناستې دي خو زه وایم یواځنۍ لار همدا ده چې کاروبار وکړم هیله لرم چې دا محدودیتونه پاې ته ورسیږې او ټولو ته د زده کړو او کار اجازه ورکړل شي.»

هاخو یوشمیر ښځي بیا وايي چې وروستيو محدودیتونو ېې ژوند له ډیرو کړاونو سره مخ کړی او هیله نه لرې چې روان وضعیت به ډیر ژر تغیر ومومي.

منیژه هغه فعاله ده چې په فراه ولایت کي ېې د زون په کچه د سوداګرۍ هټۍ لرله د دې په خبره د حکومت له خوا محدودیتونو ېې هرڅه ترې اخیستې یواځي یې فعالیت په نوم پاتې دی: «ما پخوا د ماشومانو د جامو د ډیزاین کار کاوه موږ څلور میرمني په همدې کار بوختې وو اوس یواځي زه پاتې یم دوې نورې همکاراني مې ایران ته کډوالې شوې او یوه پر کور کښینستل.»

د هرات د ښځینه سوداګرو په خبره: حکومتي ملاتړ، د نندارتونونو جوړول او کورنیو تولیداتو ته بازار موندنه یې د سوداګریزو فعالیتونو له مهمو غوښتونو څخه دي او هڅه کوې په نوي لمريز کال کې د لاسي صنايعو او توليداتو ستر نندارتون جوړ کړي.

د تیر کال په اګست میاشت کې کله چې په افغانستان کی جمهوری نظام سقوط وکړی د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې وتړل شوې، ډیرې ښځي له دولتي او غیرې دولتي دندو څخه را وګرځول شوې چې دې کار کلک کورنۍ او نړیوال غبرګونونه له ځان سره لرل، خو پر افغان حکومت له نیوکو سره سره دې ډلې لا تر اوسه د نړیوالي ټولنې فشارونو ته مثبت ځواب نه دی ویلې او د مېرمنو پر وړاندي رامنځته کړې محدودیتونه لا هم پر خپل ځاې پاتې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په هرات کي د سوداګرو ښځو شمیر زیات شوې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*