په هرات کې له زده‌کړو بې‌برخې نجونو ته د انځورګرۍ د ښوونې زمینې برابرېدل

په هرات کې یوې هنرمندې ښځې له زده‌کړو او تحصیل څخه لسګونه بې‌برخې نجونو ته د انځورګرۍ او میناتورۍ هنر د زده‌کړې زمینه برابره کړې ده.

ماریا ارباب‌زاده نږدې پنځوس شاګردانې لري چې ټولې یې زده‌کوونکې او زده‌کړیالانې دي.

ارباب‌زاده وايي: «کومې نجونې چې دلته کار کوي، زیار باسي او لېوالتیا لري، زموږ هڅه دا ده چې نورې څانګې هم پرانیزي.»

یو شمېر نورې نجونې وايي، د هنر زده‌کړې دوی له کورناستي او نهیلۍ ژغورلې دي.

زده‌کړیاله لینا هاشمي وايي: «ډېر هیله بښوونکی دی، ډېره مینه ورسره لرو، غواړو له دې هنر سره پرمختګ وکړو، تر دې مهاله ډېر ښه پر مخ تللي یوو.»

یوه بله زده‌کړیاله زهرا غلامي زیاتوي: «کله چې په کوم هېواد کې د نالوستو شمېر ډېر وي، دغه هېواد هېڅ وخت نه د علم او نه د صنعت له اړخه پرمختګ کولای شي.»

دغه نجونې په هېواد کې د دوی پر وړاندې د پوهنتونونو او ښوونځیو د دروازو د پرانیستل کېدو غوښتنه کوي او زیاتوي چې له زده‌کړو د محرومیت له امله نهیلې شوې دي.

زده‌کړیاله شبانه طاهري وايي: «ښځې د زده‌کړو حق لري او موږ هیله لرو چې ان‌شاء الله ښوونځي هم پرانیستل شي.»

د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دوازو پرانیستل، له سرپرست حکومته د هیوادوالو او نړیوالې ټولنې همیشنۍ غوښتنه ده، خو سرپرست حکومت تل ویلي چې د شرایطو په برابرېدو سره به د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي.

منبع

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*