
په هېواد کې د درملو جوړولو فابریکو پر معیاري کولو د اسلامي امارت ټینګار
نن (سهشنبه) کابل کې د ابوعلي سينا بلخي دویم څلور ورځنی ملي او نړۍوال نندارتون پرانیستل شو.
د دغه نندارتون د پرانیستې په موخه جوړې شوې غونډه کې د ریاستالوزراء اقتصادي او اداري مرستیالانو په هېواد کې د درملو د فابریکو د پراختیا او پرمختګ څخه خوښي څرګنده کړې او د دغو فابریکو پر لا معیاري کېدو او د تولیداتو پر زیاتوالي یې ټینګار کړی دی.
هغوی د اسلامي امارت له لوري د خصوصي سکټور، پانګهوالو او صنعتکارانو ته د ملاتړ ډاډ ورکړی او له بهر مېشتو افغان متخصیصنو یې غوښتي چې د هېواد د روغتیايي سکتور ملاتړ وکړي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر ویلي:«د افغانستان اسلامي امارت یوازې پر کورني اقتصاد تمرکز نه کوي؛ بلکې له نړۍوالو هېوادونو سره د سیمهییز او نړۍوال اقتصادي اتصال په موخه روښانه اړیکې غواړي.»
دغه د ریاستالوزرا اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي ویلي: «زموږ غوښتنه له ټولو تولیدوونکو، په ځانګړې توګه د درملو او طبي محصولاتو له تولیدوونکو څخه دا ده چې کیفیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.»
د عامې روغتیا وزیر هم ویلي چې د درملو جوړونې صنعت د ځانبساینې ته نږدې شوی او له هېوادوالو او ډاکټرانو یې غوښتي چې له کورنیو تولیداتو څخه ملاتړ وکړي او ترې ګټه واخلي.
د عامې روغتیا وزیر، نور جلال جلالي ویلي: «موږ ته درمل له داسې یوه هېواد څخه واردېدل چې کله ستونزه رامنځته شوه، هغوی فکر کاوه چې موږ به د درملو په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ شو؛ خو موږ نورې لارې پیدا کړې او تر ټولو مهمه دا شوه چې له کورنیو تولیداتو څخه ګټه واخلو او هغه پیاوړي کړو.»
همدارنګه د عامې روغتیا وزارت د درمل او خوړو مرستیال، حمدالله زاهد ویلي: «موږ باید تجارت په صنعت بدل کړو، او د ۴۵۰۰ قلمه خامو موادو سرچینې زموږ په خپل هېواد کې شته.»
بل لور ته، د دوا او طبي محصولاتو د اتحادیې عمومي رییس، احمد سعید شمس ویلي چې دا مهال په هېواد کې د ۴۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۳۰ د درملو او طبي محصولاتو فابریکې فعالیت لري.
د هغه په وینا، تر اوسه ۱۱۷۰ ډوله درمل او طبي محصولات ثبت شوي او د شاوخوا ۵۰۰ نورو ډولونو د ثبت چارې هم تر ارزونې لاندې دي.
نوموړي زیاته کړه چې دغه تولیدات د هېواد نږدې ۳۸ سلنه اړتیاوې پوره کوي.
د دوا او طبي محصولاتو د اتحادیې عمومي رییس، احمد سعید شمس ویلي: «هر هغه پانګهوال چې په نوې برخه کې پانګونه کوي، داسې برخه چې پخوا پکې پانګونه نه وي شوې، د پنځو کلونو لپاره له مالیې معاف دي.»
د شمېرو له مخې، په دغه نندارتون کې له سلو زیاتې غرفې د درملو او روغتیايي محصولاتو د نندارې لپاره ځانګړې شوي.
یو شمېر ګډونوالو د دغه نندارتون هرکلی او د درملو لپاره د صنعتي پارک د جوړېدو او ځینو اسانتیاوو د برابرېدو غوښتنه کړې ده.
د درملو د یوې تولیدي فابریکې رییس، سیدعبدالقوي سادات ویلي: «اته میاشتې وړاندې، زموږ ۱۳۵ فابریکو د هېواد ۲۵ سلنه اړتیا پوره کولای شوه؛ خو زموږ د ارزونې له مخې، په دې اتو میاشتو کې دا کچه ۳۸ سلنې ته لوړه شوې ده.»
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو اتو میاشتو کې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان، څخه د درملو پر وارداتو د تکیې د کمولو لپاره عملي هڅې پیل شوې دي، او د هېواد د درمل جوړونې سکتور د ودې لپاره بېسارې هڅې روانې دي.
لومړی نظر وکړئ on "په هېواد کې د درملو جوړولو فابریکو پر معیاري کولو د اسلامي امارت ټینګار"