
په هېواد کې د پولیو څلور نوې مثبتې پېښې ثبت شوې
د روغتیا نړیوال سازمان په روانه اوونۍ کې په افغانستان کې د پولیو د څلورو نویو مثبتو پېښو د ثبت خبر ورکړی دی.
دغه سازمان په خپل راپور کې ویلي چې دوه پېښې په هرات، یوه په پکتیکا او یوه بله په کندهار کې ثبت شوې دي. په دې سره په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۱۹ ته رسېدلی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان په راپور کې راغلي: «په روانه اوونۍ کې له افغانستان څخه د وحشي پولیو ویروس د لومړي ډول څلور نوې مثبتې پېښې راپور شوې دي؛ دوه یې د هرات په شینډنډ او ادرسکن ولسوالیو، یوه د پکتیکا په ډیله او یوه د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.»
ډاکټر فواد ایوبي وايي: «د پېښو زیاتوالی له بېلابېلو عواملو سره تړاو لري، چې د پولیو واکسین په اړه د خلکو د پوهاوي کموالی، واکسین ته نه لاسرسی، د نفوس زیاتوالی، د حفظالصحې نه مراعات، پاکو اوبو ته نه لاسرسی او کډوالي پکې شامل دي.»
پولیو اوس مهال په نړۍ کې یوازې په افغانستان او پاکستان کې په بومي ډول پاتې دی. د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال کې ۴، په ۲۰۲۲ کې ۲، په ۲۰۲۳ کې ۶، په ۲۰۲۴ کې ۲۵، په ۲۰۲۵ کې ۲۱ او په ۲۰۲۶ کال کې تر اوسه ۱۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
روغتیايي کارکوونکې روبینا سلطاني وايي، د میندو د عامه پوهاوي کموالی، په ځانګړې توګه د راستنېدونکو او لرې پرتو سیمو د کورنیو ترمنځ، د ماشومانو له واکسین څخه د پاتې کېدو یو لامل دی.
ساجد جمیل سمکني بیا ټینګار کوي چې د پولیو واکسین کمپاینونه باید پر وخت، منظم او په لوړ کیفیت ترسره شي او تر ممکنه بریده واکسین کور په کور تطبیق شي، څو هېڅ ماشوم ترې پاتې نه شي.
د عامې روغتیا وزارت تر اوسه د دغو څلورو نویو پېښو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې د پولیو د نه له منځه تلو له لاملونو د عامه پوهاوي کموالی او له واکسیناسیون سره د ځینو کورنیو نه همکاري بللې وه.
لومړی نظر وکړئ on "په هېواد کې د پولیو څلور نوې مثبتې پېښې ثبت شوې"