په کابل کې د داعش درې غړي وژل سوی

په کابل کې یې د داعش درې غړي وژل سوی
په کابل کې یې د داعش درې غړي وژل سوی

په افغانستان کې حکومتی مقامات ادعا کوي چې د کابل ښار په دولسمه امنیتي حوزه کې یې د داعش ډلې پر یو پټنځای د علمیاتو په ترڅ کې، د دغې ډلې دری مهم غړي وژلي دي.

د افغان حکومت ویاند د چهارشنبې په ورځ مارچ ۲۲ (وري دوهمه)پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې دغه عملیات تیره شپه د کابل ښار دولسمي امنیتي حوزې اړوند په “بتخاک چاراهي” سیمه شوي دي.

هغه ویلي چې د یادو علمیاتو پر مهال داعش ډلې د غړو د وژل کېدو ترڅنګ یو شمېر وسلې، لاسي بمونه، منفجره مواد، ريموډونه او د ماين جوړونې په ګډون په زیاته اندازه وسايل هم د هغوی لاس ته ورغلي دي.

د افغان حکومت ویاند زیاته کړې چې د داعش ډلې یادو غړو په کابل کې د بریدونو پلان لاره چې هدف ته له رسېدو مخکې له منځه یوړل شوه.

د افغان حکومت ویاند زیاته کړې: “داعشي خوارجو له دغه پټنځای څخه په کابل ښار کې د بريدونو لپاره کار اخيست. او پلان يې درلود چې په رمضان مياشت کې په مقدسه اماکنو او ولسي وګړو بريدونه وکړي چې لله الحمد مخکې له مخکې کشف او لمنځه يوړل شول.”

نوموړي زیاته کړې چې دغو عملیاتو کې امنیتی سرتیرو او ملکي خلکو ته زیان نه دی رسېدلی.د داعش ډلې تر دا مهاله په کابل کې د هغوی پر پټنځای د تر سره شوو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې حکومتی چارواکو د مارچ ۱۸ (کب ۲۶) د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار په پنځمه، اتمه او لسمه حوزه هم د داعش ډلې پر پټنځایونو د علمیاتو په ترڅ کې د دغې ډلې د پنځو غړو د وژل کېدو خبر ورکړی و.

په روانه میاشت کې د بلخ ولایت په ودانۍ کې په ځانمرګي برید کې د دغه ولایت لپاره افغان والي داود مزمل او دوه تنه نور کسان ووژل شول چې مسؤلیت یې د داعش ډلې منلی و.

د داعش ډلې د جمهوریت له پرځیدو سره سم په تیر څه باندې یو نیم کال کې د کابل په ګډون په څو ښارونو کې د یو شمیر بریدونو مسولیت په غاړه اخسیتی دی. په دغو بریدونو کې په سفارتونو، ښوونځیو، جوماتونو اوپه عامه ځایونو بریدونه هم شامل دي.

دا پداسې حال کې دي چې د افغانستان حکومت په پرله پسې ډول ادعا کړې، چې داعش ډله یې ماته کړې او دا ډله نور په افغانستان کې فزیکي حضور نلري. خو ددې سره سره امنیتی چارواکو په کابل، بلخ، هرات او یو شمېر نورو ولایتونو کې د داعش ډلې پر پټنځایونو د عملیاتو راپورونه ورکړي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "په کابل کې د داعش درې غړي وژل سوی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*