پښتونخوا کې د پوځ پر یوه مرکز برید; ۲۳ سرتېري وژل شوي

د خیبر پښتونخوا ډېره اسماعیل خان درابن سیمه کې د پوځ پر یوه مرکز په ځایي وخت د سهار درې بجې ډله ییز برید شوی دی.

د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو دفتر یا (ای اېس پي ار ISPR) ویلي په برید کې ۲۳ پوځیان وژل شوي دي. په اعلامیې کې ویل شوي د چاودنې له امله ودانۍ نړېدلې. دوی وايي په دغې پېښې کې شپږ تنه بریدګر هم وژل شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د وژل شویو کسانو شمېر ۲۴ تنه ښوولی دی. رویټرز د پاکستاني چارواکو له قوله وايي، د پولیسو مرکز د پاکستاني پوځ لخوا د مرکز په توګه کارېده او دوی وېره ښوولې چې په مرکز کې دننه ساتل شوي پوځي مهماتو ته به چاودنه ورکړل شوې وي.

د پاکستاني طالبانو یوې ډلې، تحریک جهاد پاکستان (ټي جې پي)، چې په وروستیو کې راڅرګنده شوې، په یوې اعلامیې کې ویلي، د دوی وسله والو د پاکستاني پوځ پر مرکز دا برید کړی دی.

رپوټونه وایي، لومړی د پوځ مرکز په دروازه کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړې او وروسته دننه تللي دي.

د امنیتي کسانو او بریدګرو ترمنځ لا هم ډزې روانې دي.

ویل شوي د درابن کلا سیمه کې د پوځ مرکز کې ټپي شوي پوځیان سیمې ته نژدې روغتونونو ته لېږدول شوي او په روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی

د درابن تحصیل سیمې ټول ښوونځي او کالجونه تړل شوي او ازموینې یې ځنډول شوې دي.

خلکو ته ویل شوي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي او بهر ونه وځي.

رپوټونه وايي د درابن پوځي مرکز ته نور اضافي پولیس او امنيتي ځواکونه ور رسېدلي دي.

ویل شوي پوځیان هلته په یوه ښوونځي کې دېره شوي وو، چې تر برید لاندې راغلي دي.

د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي د دغه برید غندنه کړې او د وژل شویو کسانو په تړاو یې خواشیني څرګنده کړې ده.

څه باندې یوه میاشت وړاندې د پنجاب په میانوالي ښار کې یې وسله والو د هوايي ځواک پر مرکز برید کړی و.

هغه مهال د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو دفتر یا (ای اېس پي ار ISPR) په یوه خبرپاڼه کې د چاڼیزو عملیاتو تر بشپړیدو وروسته د ۹ وسله والو د وژلو ادعا کړې وه، خو ویل شوي و، چې هلته ولاړو الوتکو ته درانه زیانونه اوښتي وو.

د نومبر په درېیمه نېټه هم د بلوچستان ايالت په ګواد سيمه کې د پاکستان د امنيتي ځواکونو پر موټرو بريد شوی و چې په ترڅ کې يې ۱۴ پوځيان وژل شوي وو.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پښتونخوا کې د پوځ پر یوه مرکز برید; ۲۳ سرتېري وژل شوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*