پکتیکا کې یوه سوداګر په شخصي لګښت یو میګاواټ برېښنا تولید کړې

💬0

پکتیکا کې یوه سوداګر په شخصي لګښت یو میګاواټ برېښنا تولید کړې

د پکتیکا په مرکز ښرنه کې یوه سوداګر په شخصي لګښت یو مېګاواټ برېښنا تولید کړې او په خبره یې، غواړي دا ظرفیت څلور مېګاواټو ته لوړ کړي، څو د دغه ښار د اوسېدونکو اړتیاوې پوره کړي.

دا برېښنا د سولر پر مټ تولیدیږي او د لمر د وړانګو د نشتوالي پر مهال له ډیزلي ماشین هم کار اخیستل کیږي.

د برېښنا تولیدوونکي، دوست محمد و ویل: «اوس مهال یې د برېښنا ظرفیت یو مېګاواټ دی، په چین کې مو ځینې وسایل پېرلي او په نږدې راتلونکي کې به یې ظرفیت دوه مېګاواټو ته لوړ کړو. موږ پلان لرو څلور مېګاواټه برېښنا تولید کړو، چې دا د ښرنې ټول ښار لپاره بسنه کوي.»

په ورته مهال، د پایپ جوړولو یوه کارخونه هم د لوړ لګښت له امله له کابل څخه د پکتیکا مرکز ښرنې ته لېږدول شوې ده.

د پکتیکا اوسېدونکي او ځايي پانګوال د برېښنا تولید د صنعت د ودې او په ورځني ژوند کې د اسانتیاو د رامنځته کولو په برخه کې اغېزناک ګام بولي.

تر دې وړاندې په ښرنه کې د یوه کیلو واټ برېښنا بیه ۶۰ افغانۍ وه، خو د دې برېښنا په تولید سره ۲۸ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

د پکتیکا د یوې تولیدي کارخونې استازي، ابراهیم هاشمي و ویل: «موږ له کابله یوه کارخونه دلته راولېږدوله. که څه هم لس کاله مخکې هم دا کارخونه دلته وه، خو د برېښنا د تولید لپاره مو د تېلو لګښت نه شوای پوره کولی. که برېښنا نه وي، د ډیزلي برېښنا لګښت هم نه شو پوره کولی، ځکه اوس ډیزل هم ګران دي.»

د پکتیکا اوسېدونکي، عیسی خان و ویل: «په ژوند کې ټولې چارې په برېښنا پورې تړلې دي. که صنعتي کارخونې وي، دوکانداري وي او که د ژوند نورې برخې، که برېښنا برابره شي، ټول کارونه ورسره سمېږي.»

د پکتیکا بل اوسېدونکي، هارون و ویل: «مخکې برېښنا وه، خو ډېره کمه او بیه یې هم ډېره لوړه وه. د یوه کیلو واټ برېښنا بیه مخکې ۶۰ افغانۍ وه، خو اوس چې دا برېښنا تولید شوې، ۲۸ افغانیو ته راټیټه شوې ده.»

پکتیکا یو له هغو ولایتونو دی چې له وارداتي برېښنا بې‌برخې دی او دا مهال د دې ولایت د مرکز ښرنې لپاره د اړتیا وړ برېښنا دوه خصوصي شرکتونه برابروي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پکتیکا کې یوه سوداګر په شخصي لګښت یو میګاواټ برېښنا تولید کړې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*