د کابل ځانمرګي بريد کې ۶ تنه وژل شوي؛ مسوولیت یې داعش ومانه

کابل کې د بهرنیو چارو وزارت پر سړک د دوشنبې ورځې خونړي ځانمرګي برید مسئولیت داعش ډلې منلی دی.

دغه برید کې د ۶ کسانو د وژل کېدو او ۱۲ نورو د ټپي کېدو پخلی کړی.

کابل کې د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ويلي چې ځانمرګی بریدګر په ملک اصغر څلور لارې کې یوه امنيتي چيک پواينټ ته نږدې “موخې ته له رسېدو وړاندې د امنیتي ځواکونو لخوا په نښه شوی دی”.

هغه زیاته کړې وه چې د بريدګر د وژل کېدو پایله کې له هغه سره چاودېدونکي توکو چاودنه کړې چې له امله یې “تر ۶ پورې ملکي کسان شهیدان او یو شمېر ټپیان شوي.

ښاغلي ځدراڼ په دې پېښه کې د خپلو ۳ امنیتي کسانو ټپي کېدل هم تایید کړي.

له دې سره ‌په کابل کې اېمرجنسي روغتون هم ویلي، د دوو ماشومانو په ګډون ۱۲ ټپیان او دوه مړي یې روغتون ته ور وړل شوي دي.

د اسلامي دولت یا داعش په نوم ډلې ویلي چې دا برید دوی کړی.‌

دې ډلې په خپل اعماق خبري اژانس لیکلي چې په دغه برید کې یې تر ۲۰ پورې “دیپلوماتانو” ته مرګژوبله اړولې.

کابل

خو د حکومت دې پېښه کې د دوی بهرنیو چارو وزارت کارکوونکو ته د مرګژوبلې اوښتلو څه نه دي ویلي.

نږدې دوه میاشتې وړاندې هم کابل کې بهرنیو چارو وزارت ته څېرمه یوه ځانمرګي برید چې مسوولیت یې داعش منلی و، درنه مرګژوبله اړولې وه.

هغه مهال دوو سرچینو بي بي‌ سي پښتو پاڼې ته ویلي وو چې برید کې د ۱۴ دیپلوماتانو په ګډون د بهرنیو چارو وزارت ۱۸ کار کوونکي‌ وژل شوي.

په دوی کې داسې ‌ډیپلوماتان هم وو چې په ډيپلوماتیکو ماموریتونو کې یې تر ۱۵ کلونو ډېره کاري‌ تجربه لرله.

د یوې سرچینې په وینا “ځینې ډيپلوماتانو،‌ په جرمني،‌ یونان،‌ هنګري،‌ فرانسې او نورو هېوادونو کې کلونه کلونه کار کړی او بېرته افغانستان ته ستانه شوي‌ وو.”

غبرګونونه

کابل

د ملګرو ملتونو، امریکا او اروپايي ټولنې په ګډون په کور دننه او بهر ګڼو لورو کابل کې دا تازه برید غندلی دی.

په دې لړ کې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي توماس وېسټ پر خپل ټویټر لیکلي چې “افغانانو کافي زیانونه ګاللي دي او ترهګري چې هر ځای د هر دلیل له مخې وي، د منلو نه ده.”

ده د دغه برید له ټپیانو او د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي هم ښودلې.

دې Twitter پوسټ نه تېرشئ, 1

ایا له Twitter نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

د ‍پوسټ Twitter پای, 1

ځانمرګي

په افغانستان کې د ملګرو متلونو استازولۍ يوناما هم پر ټوټېر پاڼه دغه بريد غندلی دی او وايي دا د منلو وړ نه ده چې عادي افغانان دې د ورځني ژوند په اوږدو کې په نښه شي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د کابل په ملک اصغر څلور لاره کې چادونه په کلکو ټکو غندلې او دا يې بشري ضد جنايت او د ټولو انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف عمل بللی دی.

په کابل کې د اروپايي ټولنې استازو هم د دغه برید غندنه کړې او وايي “د ټولو افغانانو خوندیتوب باید ډاډمن شي.”

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د کابل ځانمرګي بريد کې ۶ تنه وژل شوي؛ مسوولیت یې داعش ومانه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*