د پکتیا ځاځي اریوب کې صحرايي لیوه درې کسان داړلي

په پکتیا ولایت کې د طالبانو پولیس وایي، چې د دغه ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې یو صحرايي لیوه د یو ماشوم په ګډون درې کسان داړلي دي.

پکتیا کې د طالبانو امنیې قومندانۍ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دا پېښه نن (پنج شنبه، ۳۰ د وږي) د اریوب ځاځيو ولسوالۍ اړوند په «دلدار غره» سیمه کې رامنځته شوې، چې د جاوید په نوم ماشوم یې له امله وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې ټپیان د سیمې له ځایه روغتیايي مرکز ته استول شوي، خو د روغتیايي وضعیت په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

د اریوب ځاځیو ولسوالۍ چې غرونه یې په ګڼو ځنګلونو پوښل شوي لاهم په کې غرنیز وحشي ژوي ژوند کوي او ډېر کله عام وګړي او د دوی څاروي داړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د پکتیا ځاځي اریوب کې صحرايي لیوه درې کسان داړلي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.

*