
یو افغان چې بريتانیا ته کډوال شوی وايي د بايسکل پروژې ورسره د ځان بسياينې او خپلواکۍ په برخه کې دومره مرسته کړې چې اوس يې پرېکړه کړې ده له دې پروژې سره د رضا کار په توګه کار وکړي.
سيف الله احمدزی نژدې دوه کاله وړاندې وروسته له هغه چې ا.ا پر افغانستان ولکه وکړه بريتانيا ته راغی او د جنوبي يارکشياير په بارنسلي سیمه کې مېشت شو.
نوموړی چې ۲۳ کلن دی د برانسلي د کډوالو بايسکل پروژې له خوا ورته بايسکل ورکړل شوی چې دی يې اوس کالج، جېم او د کرېکټ تمرين، تګ لپاره کاروي.
احمدزی هيله لري چې د رضا کار په توګه له تجربې به یو څه نوي زده کړي او همدا ډول به وکولی شي چې له نورو کډوالو سره مرسته وکړي.
د کډوالو لپاره د بايسکل پروژې بنسټ اېښودونکی الېکس سايمنز وايي، احمدزی د دوی د ټيم په يوه مهم او نه بېلېدونکي غړي ګرځېدلی دی.
احمدزي له بي بي سي سره په خبرو کې وويل، بريتانيا ته راتګ يې درې کاله وخت ونيوو. له فرانسې بريتانيا ته له اوښتو مخکې ده ډېره لاره پلی مزل کړی دی.
مخکې له دې چې بريتانیا ته راورسېږي د فرانسې په کالې ښار کې يې له نورو کډوالو سره شپږ میاشتې وخت تېر کړی و.
نوموړی وايي، “په نهه متره اوږده کښتۍ کې ۶۵ تنه سپاره وو.” د وزن زياتوالي له کبله کښتۍ چپه شوه چې د ده د دوو نژدې ملګرو په ګډون لس تنه په کې ووژل شول.
“موږ شاوخوا دوه ساعته په یخو اوبو کې پاتې وو، چې بيا د بريتانیا ساحلي ساتونکو وژغورلو.”
“دا زما لپاره خورا سخته تجربه وه. اوس هم د دې پېښې سره تړلي ډاروونکي خوبونه وینم.”
ښاغلی احمدزی په بارنسلي کې مېشت شو او د انګلیسي ښوونکي له لارې یې د بایسکل ځايي ورکشاپ په اړه معلومات ترلاسه کړل.
“زما ښوونکي راته د دې ورکشاپ په اړه معلومات راکړل، او بایسکل ترلاسه کول زما لپاره ډېر ګټور وو.”
“زه خپل بایسکل د کالج، جېم او کرېکټ تمرین ته د تګ لپاره کاروم.”
نوموړی اوس هره سې شنبه د بایسکل ورکشاپ کې رضا کارانه کار کوي، دی د بايسکلونو جوړولو کې مرسته کوي او نورو کډوالو ته بايسکلونه ورکوي.
“له کانال را ایستل شوي بایسکلونه”
د بارنسلي د کډوالو د بایسکل پروژه زاړه بایسکلونه بېرته جوړوي کوي او هغو ته یې ورکوي، چې اړتیا ورته لري.
دوی تر اوسه له ۵۰۰ زیات بایسکلونه په سویلي یارکشایر او نورو سیمو کې وېشلي دي.
دا پروژه هغه وخت پیل شوه، چې الېکس سایمنز خپل اضافه بایسکل یو نوي راغلي کډوال ته ورکړ.
دی وايي، “زه د پناه غوښتونکو د ملاتړ یوې غونډې ته تللی وم، هلته یو کس د بایسکل غوښتنه کوله. ما خپل اضافه بایسکل ورکړ.”
له دې وروسته، دا چاره پراخه شوه، ده ته اوس د بېلابېلو سيمو خلک اضافي بايسکلونه ورکوي.
دی وايي، “ان زموږ یو همکار هغه بايسکلونه چې کانال يا ويالې ته غورځول شوي له اوبو ایستلي”.
په پیل کې، سایمنز په خپل کور کې بایسکلونه جوړول، خو د ملي لاټرۍ پروګرام له مرستې وروسته، اوس ځانګړی ورکشاپ لري.
د دې ترڅنګ، سایمنز هره مياشت د بایسکل سفرونه تنظیموي، ترڅو کډوال وکولی شي سیمه وپېژني او له ټولنې سره بلد او په کې مدغم شي.
د بارنسلي سيمه ييزې شورا د عامې روغتیا مشره، انا هارټلي، دا پروژه “د ټولنیزو نوښتونو یوه غوره بېلګه” بولي.
نوموړې وايي، “دا پروژه خلکو ته ازادي، فرصت او له ټولنې تړاو ورکوي.”
“دا پروژه ټول سره یو ځای کوي، په داسې حال کې چې زاړه بایسکلونه بېرته رغوي، ضایعات کموي، او دلته په بارنسلي کې یوه پیاوړې، ډېره ټولګډونې ټولنه جوړوي.”
لومړی نظر وکړئ on "څرنګه بريتانیا کې یو افغان کډوال بېرته له ټولنې سره مرسته کوي؟"