څنګه خپل غاښونه په سمه توګه برس کړو؟

1
1

څنګه خپل غاښونه په سمه توګه برس کړو؟

د غاښونو برس کول د مزمنو ناروغیو د خطر کمولو کې مرسته کوي، سربېره پر دې، د غاښونو او ژامې روغتیا ساتي. خو ډېری خلک خپل غاښونه په ناسم ډول پاکوي.

دلته، د متخصصینو له نظره د غاښونو د سمو پاکولو طریقه درپېژنو.

که څه هم د غاښونو برس کول او مینځل یو ورځنی عادت دی چې موږ یې له ماشومتوبه ترسره کوو، ډېری خلک لا هم نه پوهېږي چې خپل غاښونه په سمه توګه څنګه برس کړي.

په سویډن کې یوې څېړنې وښوده چې له هر لسو کسانو یوازې یو د غاښونو د پاکولو مناسبه طریقه کاروي.

همداراز، د برېتانیا د ‘بوپا’ روغتیايي بیمې شرکت د یوې سروې له مخې، چې په بریتانیا کې دوه زره کسان پوښتلي، شاوخوا نیمايي ګډونوال نه پوهېدل چې خپل غاښونه په سمه توګه څنګه پاک کړي.

د بریتانیا د برمنګهم پوهنتون د غاښونو د ترمیم طب متخصصه او استاده جوزفین هیرشفیلد وايي: “ډېر احتمال شته هر هغه څوک چې د غاښونو د پاکولو لپاره له خپل ډاکټر یا د غاښونو د روغتیا له متخصص یې لارښوونه نه وي ترلاسه کړې، خپل غاښونه په سمه توګه برس نه کړي.” هغې زیاته کړه: “زما د تجربې له مخې، دا د هر هېواد د وګړو لپاره تر ډېره ریښتیا ده.”

دا شاید د حیرانتیا وړ نه وي، ځکه چې د غاښونو د پاکولو په اړه د موجودو معلوماتو تنوع خلک سربداله کړي.

یوه څېړنه ښيي چې لږ تر لږه ۶۶ بېلابېلې، او کله ناکله متضادې مشورې د متخصصینو له خوا وړاندې شوې دي.

د بريتانیا د خولې د روغتیا بنسټ اجرائیوي مشر نایجل کارټر وايي: “زه فکر کوم دا د عامو خلکو لپاره ډېر مغشوشوونکی دی.”

دا سربدالي د غاښونو د درملنې مختلفو وسایلو، لکه د ژبې پاکوونکو، د اوبو له لارې د تار استعمال وسیلو او نورو محصولاتو، لا زیاته کړې ده.

نو، موږ چېرې تېروتنه کوو او څنګه خپل عادتونه بدل کړو؟

هیرشفیلد وايي: “ډېر ناروغان دا درک کوي چې دوی باید د خوراکي توکو پاتې شوني لرې کړي، چې دا تر یوه حده سمه ده. خو ډېر مهم کار د غاښونو له سطحې د باکتریا لېرې کول دي.”

دا باکتریاوې او نور کوچني ژوندی موجودات د خولې دننه وده کوي او د غاښونو د تختې یا پلګ په نوم یوه ښوینه طبقه جوړوي. په دې طبقه کې شاوخوا ۷۰۰ مختلف ډولونه باکتریاوې شته، چې دا د انسان په بدن کې تر کولمو وروسته د بکتریا دویم تر ټولو لوی تنوع لري. سربېره پر دې، فنګسونه او وېروسونه هم پکې موندل کېږي.

هیرشفیلد وايي: “دا باکتریاوې د غاښونو او نرم انساجو (ژامې) سره نښتي وي او په ساده موښلو نه لېرې کېږي. دا طبقه یوازې د فزیکي پاکولو (برس کولو) له لارې لېرې کېدای شي.”

تر ټولو مهم ځای د غاښونو سطحه نه، بلکې د ژامې (لثې) کرښه ده. دا هغه ځای دی چې باکتریاوې پکې ژورې ننوځي، د ژامې التهاب (Gingivitis) رامنځته کوي او په پایله کې د غاښونو د نسجونو التهاب (Periodontitis) ته لاره هواروي. په حقیقت کې، “د غاښونو پاکول” اصطلاح تر یوه حده سمه نه ده.

هیرشفیلد وايي: “د دې پر ځای چې د غاښونو برس کولو په باب فکر وکړئ، د ژامې کرښې د پاکولو په اړه فکر وکړئ. که تاسو دا په سمه توګه ترسره کړئ، نو غاښونه به مو هم په سمه توګه پاک شي.”

منبع

لومړی نظر وکړئ on "څنګه خپل غاښونه په سمه توګه برس کړو؟"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*