د امریکا د پوځي چورلکو غورځېدو پېښې مرګ ژوبله اړولې

باور دی د امریکا په کینټکي ایالت کې د امریکا د پوځ د دوو چورلکو د غورځېدو پېښه کې یو شمېر کسان وژل شوي دي.

د دغه ایالت والي انډي بېشیر ویلي ” دا سخت خبر دی” چې د چورلکو د غورځېدو او پکې د اوښتې مرګ ژوبلې رپوټونه رارسېږي.

سیمه یزې رسنۍ وايي په ځايي وخت د ماښام پر ۹:۳۵ چې د افغانستان د سهار له ۵:۳۵ سره سمون خوري دغه پېښه شوې ده، او ښايي تر نهو کسان پکې وژل شوي وي.

د ټریګ کاونټي نومې سیمه کې د یوه پوځي مرکز ځواکونو ویلي چې چورلکې یې لوی پوځۍ اډې فورټ کمبل ته څېرمه غورځېدلي دي.

د فورټ کمبل ویاند بي بي سي ته په یوه ویناپاڼه کې ویلي ” د ایچ ایچ ۶۰ دوه بلاک هاک چورلکې” د روزنیز ماموریت پر مهال غورځېدلي دي.

هغه وویل ” تراوسه چورلکه کې د سپرو کسانو حالت روښانه نه ده.” او دا چې له پلټنو وروسته به نور مالومات خپاره کړي.

د فورټ کمبل پوځۍ اډه د امریکا د متحده ایالاتو د ټریګ نومې ښارګوټي سره نږدې واټن کې ده.

غورځېدلې چورلکې د امریکا د هوايي ځواکونو اړوند د ۱۰۱ هوايي غونډ د پوځیانو دي چې په نړیوالو پوځي ماموریتونو کې ونډه لري.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د امریکا د پوځي چورلکو غورځېدو پېښې مرګ ژوبله اړولې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*