چین او پاکستان له طالبانو غوښتي چې یو ټولشموله حکومت دې جوړ کړي

چین ته د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف د سفر په پاې کې دواړو هیوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو له حکومت څخه د یو ټولشموله حکومت د رامنځ ته کولو ترڅنګ د تروریستي ډلو له خوا د افغانستان د خاورې د کارولو د مخنیوي په ګډون ددغو ډلو پر وړاندې د ټینګې مبارزې غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ جون اتم (جوزا ۱۹) چین ته د پاکستان د صدراعظم د سفر په پای کې په یوه ګډه اعلامیه کې د افغانستان په تړاو د چین او پاکستان ترمنځ د اړیکو او همغږۍ په زیاتیدو باندې د موافقې خبر هم ورکړی دی.

په دې ګډه اعلامیه کې ویل شوي: “دواړه خواوې له افغانستان څخه د ملاتړ او ددغه هیواد بشري او اقتصادي ګواښونو ته په بشپړ ډول د ځواب ویلو لپاره د نړیوالې ټولنې د همغږو هڅو غوښتنه کوي. د افغانستان لنډمهاله حکومت (طالبانو حکومت) د یو ټولشموله سیاسی چوکاټ د رامنځ ته کولو او د معتدلو پالیسو خپلولو، ګاونډیانو سره د ښه اړیکو تعقیبولو او د تروریستي اقداماتو لپاره د افغانستان د خاورې څخه د کار نه اخیستلو په ګډون د تروریزم په وړاندې د کلکې مبارزې لپاره هڅوي”.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې دواړه هیوادونه به افغانستان کې د دوامداره پرمختګ سره د مرستې او په نړیواله ټولنه کې ددغه هیواد د ادغام لپاره خپل رغنده رول ولوبوي.

پاکستان او چین د افغانستان د خاورې څخه د ترهګرو ډلو د کار نه اخیستلو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د پاکستان حکومت ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال د مارچ میاشت کې د خیبرپښتونخوا ایالت د بشام په سیمه کې پر چینايي انجینرانو باندې برید د افغانستان په خاوره کې پلان شوی وو او ددې سربیره دغه برید د یو افغان ځانمرګي پواسطه شوی وو، په برید کې کارول شوی موټر هم د برید ځای ته له افغانستان څخه وروړل شوی وو.

د مارچ د میاشتې د ۲۶ ورځې په دې برید کې پنځه چینايي انجینران او د هغوی یو پاکستانی موټر چلوونکی وژل شوي وو.

د طالبانو حکومت د پاکستاني چارواکو دا ادعاوې بې اساسه بللي دي.

چین ته د پاکستان د صدراعظم د سفر څو ورځې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د مرستیال محمد خرم اغا په مشرۍ یو پلاوي کابل ته سفر کړی وو او د بشام د پيښې په اړوند یې د خپلو پټلنو پایلې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت سره شریکې کړې وې.

خود طالبانو حکومت د پاکستان د حکومت د دغو پلټنو نتیجه رد کړې ده چې په کې ویل شوي چې په بشام کې په چینایي انجینرانو باندې برید د هغو وسله والو کار و چې د پاکستاني چارواکو په وینا په افغانستان کې د پټیدو خوندي ځایونه لري.

طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د مې په ۳۱ ( جوزا ۱۱) وویل چې افغانستان په پاکستان کې د روان کال د مارچ میاشتې په ۲۶ مې برید سره هیڅ کار نلري او پدې یې ټینګار وکړ چې دا د ګاونډي هیواد پاکستان کورنۍ مسله ده او هغوی یې باید چاره وکړي.

ښاغلي مجاهد د طلوع تلویزیون سره په مرکې کې د پاکستان د حکومت د پلټنو په هکله وویل، “د پاکستان لخوا خپور شوی راپور د افغانستان او چین تر منځ د باور زیانمن کولو یوه هڅه ده”.

په ورته وخت کې د چین او پاکستان له خوا په افغانستان کې د ټولشموله سیاسي چوکاټ د رامنځ ته کیدود غوښتنې سره هممهاله افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي او په کابل کې ددغه هیواد سفیر حسن کاظمي قمي د شنبې په ورځ جون اتم ( جوزا۱۹) په تهران کې د افغانستان په تړاو د سیمیزې ډلې د غونډې په پاې کې په دغه هیواد کې د یو ټولشموله حکومت د جوړیدو لپاره خپله غوښتنه بیا تکرار کړې ده.

کاظمي قمي وویل چې د طالبانو حکومت باید د ایران دا سپارښتنې په خپلو چارو کې مداخله ونه ګڼي. هغه وویل چې ایران دا ډول سپارښتنې د خیر غوښتنې په نیت کوي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د تهران په غونډه کې ورته د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو ددغه حکومت استازو په دې غونډه کې ګډون ونکړ.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو په وزارت کې د درېیم سیاسي ریاست رئیس ذاکر جلالي د شنبې په ورځ جون اتم (جوزا ۱۹) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په تهران کې د روسیې او چین د استازو په ګډون د افغانستان لپاره د سیمه ‌ییز تماس د ډلې د غونډې په اړه ویلي چې ددې غونډې څلورو ګډون کوونکو دغې غونډې ته جلا جلا نومونه ورکړي.

خو ښاغلي جلالي په دې غونډه کې د نه ګډون د علت په اړه څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو ورځو کې د ایران د مشهد په ښار کې د طالبانو د حکومت له خوا د افغانستان د قونسلګرۍ د یو دپلومات د ایسته کولو په مسله د ایران او طالبانو حکومت ترمنځ د اختلاف په اړه په رسنیو کې راپورونه ورکړل شوي وو.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "چین او پاکستان له طالبانو غوښتي چې یو ټولشموله حکومت دې جوړ کړي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*