ډنمارک کې یوې ټولنې د تعلیم د برخې افغان فعال مطیع الله ویسا ته جایزه ورکړه

په افغانستان کې د تعلیم د برخې فعال مطیع الله ویسا ورور عطاءالله ویسا وايي چې د بخښنې نړیوال سازمان او په ډنمارک کې مېشت «دانش افغان بنسټ» د «غوره فعالیتونو له کبله» یې ورور ته ستاینلیک او جایزه ورکړې ده

مطیع الله ویسا په افغانستان کې د تعلیم فعال بلل کېده چې بیا طالبانو ونیوه او له څو میاشتې بند څخه یې وروسته بېرته خوشې کړ. مطیع الله ویسا لا هم په افغانستان کې دی او پخواني فعالیتونه یې بند شوي دي.

د هغه ورور، عطاءالله ویسا چې له افغانستان څخه د باندې ژوند کوي، امریکا غږ ته وویل: «دانش افغان بنسټ او په ډنمارک کې میشتو افغانانو مطیع الله ویسا ته دAction Award او نقدې جایزه اعلان کړه.» هغه ونه ویل چې نقدي جایزه یې څومره ده، خو دا خبره یې وکړه چې دغه بنسټ له ۲۰۰۹ کال راهېسې د مطیع الله ویسا تعلیمي فعالیتونه څارل.

عطاءالله ویسا وايي چې د «بخښنېنړیوال سازمان هم مطیع الله ویسا ته د هغه د غوره کړنو لپاره ستاینلیک» ورکړی او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي «ریچارډ بینیټ هم د هغه د تیرو ټولو فعالیتونو ستاینه» وکړه.

دا غونډه د دوشنبې په ورځ مۍ ۲۷ (جوزا اوومه» په کوپنهاګن کې وه. مطیع الله ویسا په افغانستان کې د قلم لار په نوم یوه ټولنه درلوده او هڅه یې کوله چې د افغانستان لېرو پرتو سیمو ته درسي کتابونه، قلمونه او نور تعلیمي مواد انتقال کړي او «د زده کړو پيغام» ورسوي.

امریکا غږ د مطیع الله ویسا سره اړیکه ونیوله چې د دې جایزې په هکله یې وپوښتي، خو هغه د «ځینو مشکلاتو له کبله په دې هکله نظر څرګند» نه کړ.

عطا الله ویسا امریکا غږ ته وویل: «زه له افغان دانش بنسټ او ټولو هغو افغانانو نه د زړه له تله مننه کوم چې د مطیع الله ویسا یادونه یې وکړه د هغه غوره او مهمو کړنو ستاینه یې وکړه. دا چې د مطیع الله ویسا کړنې د یو بنسټ تر چتر لاندي خورا مهمي او اساسي دې نو له ټولو افغانانو هیله کوم چې د هیواد د راتلونکي لپاره یو موټی و اوسي او راتلونکی نسل له ټولو کړاوونو په اساسي ډول را وباسي د هغوي پر وړاندي ټولو اساسي مسئولیتونو ته بنسټیز کار وکړې.»

مطیع الله ویسا تېرکال د مارچ په ۲۷مه په کابل کې له جومات څخه خپل کور ته په لار و چې د طالبانو استخباراتي ونیوه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا غږ حایل خپرونې سره په مرکه کې ویلي وو: «د ویسا په نوم شخص خپلسرې کړنې لرلې، د نظام له خبرولو پرته یې پټې او ښکاره ناستې پیل کړې وې. له بهر سره یې اړیکې درلودې او له بهر څخه یې اوامر اخیستل.» د طالبانو د حکومت ویاند همداشان تور لګولی و،‌ چې ویسا د “نظام پر ضد کار کاوه او باید د پلټنو لپاره احضار شوی وای.

خو د ویسا کورنۍ وايي چې هغه د قلم لار ټولنې له لارې یوازې تعلیمي خدمتونه کول. ویسا ۲۱۵ ورځې د طالبانو سره بندي و او تېرکال د اکتوبر په ۲۶ نېټه پرېښودل شو. تعلیمي نړیوالو ادارو او په ټولنیزو رسنیو کې فعالانو دهغه نیول غندلي وو.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ډنمارک کې یوې ټولنې د تعلیم د برخې افغان فعال مطیع الله ویسا ته جایزه ورکړه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*