ښار جوړونې وزارت: د ټرافیک حل لار؛ د منډوي لېږد او د تم‌ځایونو جوړول

💬0

ښار جوړونې وزارت: د ټرافیک حل لار؛ د منډوي لېږد او د تم‌ځایونو جوړول

د کور او ښار جوړونې وزرات وایي پر داسې طرحو کار کوي چې موخه یې په پلازمینه کې د ګنې ګونې کمول دي.

د کور او ښار جوړونې وزارت وايي چې د دې وزارت د مرستیال په مشرۍ او د یو شمېر ادارو د مسوولینو په ګډون د کابل د ترافیکي ګڼې ‌ګوڼې د کمولو لپاره د حل ‌لارو د ارزونې په موخه یوه غونډه وشوه.
د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې په څو پوړیزو ودانیو کې د ځمکې لاندې پارکینګونو پر جوړولو ټینګار شوی، څو د ښار ګڼه‌ ګوڼه کمه شي.
دغه راز، د ښار له مرکزه د منډوي د لېږد، د ښار په شاوخوا کې د سوداګریزو سیمو د پراختیا او د معیاري بس تمځایونو د جوړولو وړاندیزونه هم مطرح شوي دي.

د کور او ښار جوړونې وزارت ویاند، کمال افغان وايي: « په دې غونډه کې د تم‌ځایونو د جوړولو، د منډوي د لېږد او په کابل کې د هغې د څلورو زونونو ترمنځ د وېش او ځینو نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې.»

د کابل اوسېدونکی، احمد هم وايي: « ډېر ګټور دی، نه یوازې د حکومت لپاره بلکې د دواړو لپاره ګټه لري؛ ګڼه‌ګوڼه کمېږي او ستونزو ته به ژر رسېدنه وشي.»

د یادونې ده چې د دوکانونو، رستورانتونو او نورو ځایونو مخې ته د پارکینګونو کمښت او د موټرو د ناقانونه درېدو زیاتوالي د کابل اوسېدونکي له ستونزو سره مخ کړي دي.

د کابل اوسېدونکي وايي چې د ښار په شاوخوا کې د منډوي زیاتوالی او د موټرو لپاره د پارکینګونو جوړول کولای شي د ګڼې ‌ګوڼې په کمولو کې اغېزناک تمام شي.

د کابل اوسېدونکی، احمد شعیب بیا وايي: « هغه ودانۍ چې د کابل ښاروالۍ له لوري جواز اخلي، باید په لومړي سر کې ورته د تم‌ځای په اړه فکر وشي. که معیاري تم‌ځایونه جوړ شي، موږ به په سړکونو کې ګڼه‌ګوڼه ونه لرو.»

د کابل یو بل اوسېدونکی، محمد عثمان هم وايي: « که منډوي د خیرخانې، کارته‌نو او میرویس میدان لورو ته ولېږدول شي، باید هلته معیاري منډوي او بازارونه جوړ شي څو خلک له ستونزو سره مخ نه شي.»

د یادونې ده چې په وروستیو کلونو کې په کابل کې ترافیکي ګڼه ګوڼه د خلکو پر جدي ستونزې بدله شوې.
د معیاري پارکینګونو کمښت، د موټرو ناقانونه درېدو زیاتوالی او د منظم ښاري مدیریت نشتوالی هغه مهم لاملونه دي چې د خلکو تګ راتګ یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ښار جوړونې وزارت: د ټرافیک حل لار؛ د منډوي لېږد او د تم‌ځایونو جوړول"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*