ښوونځي: د محرومیت ۱۰۰۰ ورځې؛ له پوهنتونه منع شوې محصله څنګه نورو ته الهام ګرځېدلې؟

Loading

دا اونۍ په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي ته د نجونو پر ورتګ د امر ثاني په نوم د بندیز زر ورځې پوره کېږي.

په دې موده کې زرګونه نجونې په ټول هېواد کې له زده کړو او ښوونځي محرومې پاتې شوې او د بېلابېلو لاملونو له امله نه دي توانېدلې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

خو ځینو نجونو لکه ۱۹ کلنې نبیه مدثر دغه محدودیتونه په فرصتونو بدل او له زده کړو بې‌برخې نورو نجونو ته یې د عمومي انلاین ښوونه پیل کړې ده.

هغه مهال چې د ا.ا. له خوا د نجونو پر زدکړو محدودیت وضع شو، نبیه د کندهار ښار اوسېدونکې او د طب پوهنځي د لومړي کال محصله او د کندهار د نجونو په یوه ټولګي کې ښوونکې وه.

ښایي نبیـــه هم د هغو زرګونو افغان نجونو له ډلې یوه بله وای، چې مجبوره شوې د ا.ا. د محدودیتونو له کبله خپلې هیلې او ارادې پرېږدي.

د پوهې خپرول او له رواني فشارونو د خلاصون لاره

انلاین ټولګی

خو د هغې ثابت عزم او له زده کړو سره مینه هغه د حل لاره موندلو ته وهڅوله او وتوانېده نورو ته د هیلو او روښنايي یوه وړوکې کړکۍ پرانیزي.

نبیه وايي دا ښکاره خبره ده چې په ناڅاپي ډول د هر ډول زده کړو دروازه ستا پر مخ وتړل شي، پایله به یې خپګان، اندېښنې او نورې ناکرارۍ وي:

“د یوټیوب چینل له ما سره مرسته کړې، چي په اکاډمیک چاپېریال کې پاتې شم، نه یوازې له دې لاري نورو ته پوهه ولېږدوم، بلکې ما ته هم رواني سکون راکوي.”

دې کندهارۍ پېغلې د هغو زرګونو افغان نجونو لپاره د هیلو یو څرګ رامنځته کړی، چې ددې په څېر د پوهنې له حقه محرومې پاتې شوې وې.

هغې په یوه وړه کوټه کې د محدودو اسانتیاوو په شتون کې د ټېکنالوژۍ په مټ د زده کړې دغه ور پرانیستی او خپل کور یې د پوهنې د خپرولو په مرکز بدل کړی دی.

نبیه د انلاین ټولګي له لارې د ساینسي مضامینو په تدریسولو دا ډاډ رامنځته کړی، چې زده کړې یې لا هم د لاسرسي وړ دي، که څه هم فزیکي ټولګی نه لري.

“پر یوټیوب د ښوونیز چینل جوړولو کې مې د خپلې کورنۍ ملاتړ له ځان سره درلود، هغه درسي مواد او پوهه، چې زه یې لرم له همدې لارې تر نورو خویندو پورې ورسوم.”

راتلونکو نسلونو ته درس او همزولو ته الهام

انلاین ټولګی

نبیه وایي پر یوټیوب د درسي موادو خپرول نه یوازې د زدکړو یوه زېرمه ده بلکې ددې په باور دا به د تاریخ یوه برخه شي او راتلونکو نسلونو ته به دا وښي، چې افغان نجونې په څه ډول شرایطو کې د زدکړو او ښوونځي لمن پرېنښوده.

“هغوی، چې زحمت کاږي، غواړي څه زده کړي او ځان یو ځای ته ورسوي، د هغوی لپاره پر یوټیوب خپرې شوې ویډیوګانې ډېرې اغېزناکې دي او ډېر کسان یې ګوري.”

دې کندهارۍ پېغلې نه یوازې نجونو ته د زدکړو یو کوچنۍ کړکۍ پرانیستې، تر څنګ یې خپلو همزولو او ماشومانو ته د زړورتیا او پر خپلو پښو د درېدلو الهام هم ورکړی دی.

د زینب په نوم د کندهار یوه اوسیدونکې، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو د محدودیت له لګېدو مخکې د اتم ټولګي زدکوونکې وه اوس د ګڼو نورو نجونو په څېر ښوونځي ته له تګه محرومه ده.

خو د زینب وايي د نبيه مدثر یوټیوب چینل د الهام یوه سرچینه ده، چې هغې ته یې جرات ورکړی څور راتلونکي ته هیله‌منه اوسي او د کامیابۍ خوبونه وویني.

هغه وايي نور د خپل شاوخوا شرایطو له امله د بې وسۍ یا بند احساس نه کوي او یوازې راتلونکي ته ګوري، چې څه ډول خپلو هیلو ته په رسېدو ده.

“زه د نبیه ټولي ښوونیزې ویډیوګانې ګورم او زما سره د زدکړو برخه کې ډېره مرسته کوي، خو هیله منه یم، چې د ښوونځي ور پرانیستل شي او یو ځل بیا خپلو ټولګیو کې زده کړې پیل کړو.”

زینب زیاتوي د هغې هڅو نه یوازې نجونو ته زدکړه برابره کړې بلکې د هیلو او الهام یو شمع یې هم بله کړې چې د تل لپاره به روښانه وي او نورو ته به تیارې لارې روښانه کوي.

هیله او غوښتنه

انلاین ټولګی

نبیه هیله منه ده او وايي هغه ورځ راتلونکې ده، چې افغان نجونې به یو ځل بیا خپلو ټولګیو ته ورګرځي او د یوه ښه راتلونکي لپاره به زیار باسي.

خو نوموړې وايي اوسمهال چې زرګونه افغان نجونې د زده کړو له اساسي حقه محرومې شوې باید لاس تر زنې کښې ننو او په یو ډول نه یو ډول د هغوی لاسنیوی باید وشي.

هغه پر خپلو همزولو او لوستو افغان نجونو غږ کوي، چې چوپ پاتې کېدل ناسمه پرېکړه ده او په هغه برخه کې چې پوهه لري باید نورو خویندو ته یې د رسولو هڅه وکړي.

نبیه په دې باور ده، چې د تیارو منځ کې یو ډېوه بلول هم ستر کار دی.

ددې کندهارۍ پېغلې هڅې ښایي ګڼو نجونو ته دا ور په زړه کړي، چې ان د سختو محدودیتونو په منځ کې هم فرصتونه رامنځته کېدای شي او څه ډول تیارې روښانه کړي. د هغې کیسه د زړورتیا، لېوالتیا، او د تعلیم په حق کې یوه بېلګه ده، چې څنګه د یو کس هوډ کولای شي مهم اغېز ولري او ډېرو نورو ته الهام ورکړي چې د یو ښه راتلونکي لپاره هڅه وکړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "ښوونځي: د محرومیت ۱۰۰۰ ورځې؛ له پوهنتونه منع شوې محصله څنګه نورو ته الهام ګرځېدلې؟"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*