کابل ته د اروپايي ټولنې د روغتيايي مرستو يوه کڅوړه رسېدلې

کابل ته

د روغتیا نړیوال سازمان یا WHO کابل ته د اروپایي ټولنې د روغتیایي مرستو د یوې کڅوړې د رسېدو خبر ورکوي.

WHO پرون په یوه ټویټ کې ویلي چې، په دغه کڅوړه کې چې د هوا له لارې کابل ته رسېدلې، طبي وسایل او په ټول افغانستان کې د روغتیایي مرکزونو لپاره د لومړنیو روغتیایي مرستو کېټونه شامل دي.

دې سازمان همدارنګه ویلي چې، د اروپایي ټولنې د ملاتړ پر مټ به په افغانستان کې ډېر خلک روغتیایي مرستو او درملو ته لاس‌رسی پیدا کړي.

په عین حال کې باختر اژانس د بامیان ولایت د مسوولینو له قوله په دې ولایت کې د یوه روغتون د پرانيستلو خبر ورکړی دی.

ویل شوي چې، د انتاني ناروغیو د درملنې دغه دېرش بستریز روغتون هم د روغتیا د نړیوال سازمان په مرسته فعالیت ته چمتو شوی دی.

د ورغتیا نړیوال سازمان وایي، د اروپایي ټولنې لخوا طبي مرستې کابل ته رسېدلي او ټول هېواد کې به روغتیایي بنسټونو باندې ووېشل شي ,دغه سازمان د نورو مرستو غوښتنه هم کړې او ویلي یې دي چې ستاسو په مرسته موږ کولای شو افغانانو ته د ژوند ژغورنې درمل او طبي توکي ورسوو.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کابل ته د اروپايي ټولنې د روغتيايي مرستو يوه کڅوړه رسېدلې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.

*