کابل ښاریان د عمومي سړکونو پر سر د موټرو له درېدو شکایت کوي

💬0

کابل ښاریان د عمومي سړکونو پر سر د موټرو له درېدو شکایت کوي

د نورو ستونزو تر څنګ، په دې وروستیو ورځو کې د هټیو، رستورانتونو او نورو مخې ته د تم‌ځای نشتوالي او د خپلسره تمځایونو زیاتوالي د کابل د اوسېدونکو ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي.

شېرزی چې د کابل یو ټکسي چلوونکی دی، وايي د بېکارۍ تر څنګ د خپل موټر د درولو لپاره هم اړ دی ۳۰ تر ۵۰ افغانۍ ورکړي.

هغه وویل: «ستونزې ډېرې دي. هر ځای چې موټر ودروو، پارکینګونه شخصي دي. حتا که پنځه دقیقې هم موټر ودروو، یو ناپېژندل شوی کس راځي او له موږ څخه د ۳۰ تر ۵۰ افغانیو غوښتنه کوي. موږ اړ یو چې پیسې ورکړو.»

یو شمېر هېودوال له هټۍ‌والو او رستورانتونو له مسوولینو غواړي چې د موټرو لپاره منظم او معیاري تمځایونه جوړ کړي، څو له یوې خوا ترافیکي ستونزې راکمې شي او له بلې خوا خلک اړ نه شي چې اضافي لګښتونه ورکړي.

د کابل اوسېدونکی، مهاجرالله وايي: «زموږ غوښتنه له رستورانتونو او دوکانونو څخه دا ده چې د موټرو لپاره منظم او معیاري پارکینګونه جوړ کړي، څو خلک وکولای شي خپل موټرونه په مناسب ځای کې ودروي.»

همدرد صافي هم ورته نظر لري: «اسلامي امارت باید د ښار په بېلابېلو برخو کې منظم پارکینګونه جوړ کړي، څو خلک له ستونزو سره مخ نه شي.»

بل لور ته، کابل ښاروالي وايي چې ټولې ودانۍ، په ځانګړې توګه هغه چې د جوړېدو په حال کې دي، باید تمځای ولري تر څو مراجعین وکولای شي خپل موټرونه په ټاکلي ځای کې ودروي.

د کابل ښاروالۍ استازی، نعمت ‌الله بارکزی په دې اړه وايي: «بې له شکه، کابل ښار لا هم ډېرو پارکینګونو ته اړتیا لري؛ ان عامه پارکینګونه هم بسنه نه کوي، او هغه ودانۍ چې په کابل کې شته، باید خپل تهکوي چې د پارکینګ لپاره ځانګړې شوې، د بل کار لپاره ونه کاروي.»

په کابل کې د تمځای د منظم مدیریت نشتوالی داسې مهال پر یوه جدي ستونزه بدل شوی چې ښاري پراختیا او د موټرو زیاتوالي، ښاري بنسټیزو اسانتیاوو ته اړتیا لا زیاته کړې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کابل ښاریان د عمومي سړکونو پر سر د موټرو له درېدو شکایت کوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*