
د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې ا.ا. په کابل کې د ارزو تلویزیون د څانګې د نږدې دریو میاشتو تړلو وروسته د بیرته پرانیستلو اجازه ورکړې او دغه تلویزیون بیرته خپلې خپرونې پیل کړي دي.
د ارزو تلویزیون رئیس بصیر عابد د افغانستان خبریالانو مرکز ته ویلي چې د ا.ا.حکومت د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» وزارت د موافقې پراساس د ارزو د تلویزیون پر دروازه لګول شوی مهرلاک ایسته شوی او دفتر ته د کارکوونکو په ستنیدو سره دغې رسنۍ بیرته خپل فعالیت پیل کړی دی.
د ا.ا.حکومت د روان ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په څلورمه (لیندۍ ۱۴) په کابل کې د ارزو خصوصي تلویزیون باندې برید وکړ او د څو ساعتونو پلټنو وروسته یې ددغه تلویزیون دروازه مهرلاک کړه او د تلویزیون اوه کارکوونکي یې بندیان کړل.
دا کارکوونکي له افغانستان څخه بهر میشتو رسنیو سره د اړیکو او د تلویزیوني سریالونو د خپرولو په تور چې د ا.ا.په باور د ” اسلامي ارزښتونو پرخلاف” دي نیول شوي وو.
د ارزو د تلویزیون رئیس همداشان ویلي چې د ا.ا.محکمې د دغه تلویزیون د کابل د څانګې د اوو کارکوونکو نیول د بې ګناهۍ حکم صادر کړی او اوس ددغې رسنۍ د کار پر وړاندې کومه ستونزه نشته دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په دې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي: ” د افغانستان د خبریالانو مرکز، د ارزو تلویزیون د دفتر بیا پرانیستل کېدل او د محکمې له لوري د کارکوونکو د بېګناه اعلانولو هر کلی کوي، خو په یاده موده کې یې تړل د یادې رسنۍ د بنسټیزو حقونو څخه سرغړونه بولي، په افغانستان کې د رسنیو پر فعالیت د محدودیتونو پر زیاتېدو ژوره اندیښنه څرګندوي”.
همداشان دغه مرکز د ا.ا.د حکومت له چارواکو غوښتي چې له پرېکړه کوونکو چارواکو څخه دې وغواړي چې رسنۍ دې د ټولنیزو رسنیو د قانون سره سم خپل فعالیت ته پرېښودل شي.
دمخه د ا.ا.د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویلي وو، چې په کابل کې یې د ارزو تلویزیون دفتر د “اسلامي ارزښتونو د ساتنې” په موخه تړلی او پر دغې رسنۍ یې تور لګولی چې له جلاوطنو رسنیو یې ملاتړ ترلاسه کاوه، په غیر رسمي ډول یې خلک استخدامول او “مبتذل سريالونه” یې خپرول.
د ارزو تلویزیون د ۱۳۸۵ کال د تلې میاشتې په پیل کې د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې فعالیت پیل کړ، چې بیا د ۱۳۸۸ کال د مرغومې میاشتې کې یې په کابل کې هم خپل دفتر پرانیست.
ا.ا.د۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د بیا واک ترلاسه کولو وروسته په تیرو څه باندې دریو کلنو کې په پرله پسې ډول پر خبریالانو او رسنیو فشارونه زیات کړي او پرې محدودیتونه یې لګولي دي.
لومړی نظر وکړئ on "کابل کي د ارزو تلویزیون دفتر د درې میاشتو تړلو وروسته بیرته پرانیستل شو"