
کابل کې د امام برهانالدین مرغیناني په اړه دویم کنفرانس جوړ شو
په کابل کې «په معاصرو اسلامي علومو کې د امام برهانالدین مرغیناني رحمهالله علمي میراث او مقام» تر سرلیک لاندې دویم علمي ـ څېړنیز کنفرانس جوړ شو.
د افغانستان اسلامي امارت رییسالوزرا په دې غونډه کې په یوه پیغام کې د افغانستان او اوزبېکستان د دیني عالمانو ترمنځ اړیکې ژورې وبللې او هیله یې څرګنده کړه چې دغه اړیکې به د متقابل درناوي په فضا کې لا پراخې شي.
د اسلامي امارت د رییسالوزرا په پیغام کې راغلي وو: «په اسلامي علومو کې د امام مرغیناني رحمهالله علمي میراث یوازې یوه تاریخي موضوع نه ده؛ بلکې د فقهي وړتیاوو د ودې او پراختیا لپاره ځانګړی علمي اهمیت لري؛ ځکه د نوموړي علمي میراث د فقهي استدلال، د نظرونو د بیان لپاره د دلایلو وړاندې کولو، د فقهي اصولو د تطبیق اړوند مسایلو د علمي تحلیل او د نظرونو ترمنځ د لومړیتوب ټاکلو یوه مهمه بېلګه ده.»
د علومو اکاډمۍ رییس په یوه پیغام کې په اسلامي هېوادونو او اوزبېکستان کې د امام برهانالدین مرغیناني د اثارو او علمي میراث په اړه د لا زیاتو څېړنو او مطالعاتو غوښتنه وکړه.
د افغانستان اسلامي امارت د حج او اوقافو وزیر هم په معاصر اسلامي تاریخ کې د مرغیناني د علمي اثارو ستاینه وکړه.
ورته مهال، د اوزبېکستان د مسلمانانو ادارې مرستیال د افغانستان او اوزبېکستان د خلکو ترمنځ دیني او مذهبي مشترکاتو ته په اشارې سره، د دواړو هېوادونو اړیکې د پراختیا په حال کې وبللې.
حامدجان ایشمت بیکوف د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د کلتوري او دیني اړیکو پر لا پراختیا ټینګار وکړ.
د اوزبېکستان د مسلمانانو ادارې مرستیال حامدجان ایشمت بیکوف وویل: «په وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو د مشرانو د سیاسي ارادې او هڅو له برکته، دوهاړخیزې اړیکې په نوي چټکتیا سره د پراختیا پر لور روانې دي. په نړیوالو غونډو کې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د اوزبیکستان د ولسمشر نوښتونه، په بلخ ولایت کې د امام بخاري د سترې مدرسې جوړول، د دواړو هېوادونو پر پوله د «ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز» رامنځته کول او دوامدارې بشري مرستې، د دې ښه ګاونډیتوب او صمیمانه ورورولۍ عملي بېلګې بلل کېږي.»
د امام برهانالدین مرغیناني رحمهالله د اثارو او علمي میراث په اړه لومړنی علمي ـ څېړنیز کنفرانس د ۱۴۰۴ کال د کب پر ۲۳مه د اوزبېکستان په تاشکند کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پنځه کسیز پلاوي په ګډون جوړ شوی و.
لومړی نظر وکړئ on "کابل کې د امام برهانالدین مرغیناني په اړه دویم کنفرانس جوړ شو"