کابل کې د فلسطین په ملاتړ د ښځو اعتراضي غونډه وشوه

کابل کې د فلسطین په ملاتړ یو شمېر ښځو د یوې اعتراضي غونډې په ترڅ کې پر غزې تړانګه د اسرائیلو بریدونه غندلي دي.

دغو ښځو غوښتنه کړې چې د فلسطیني ښځو او ماشومانو ژوند دې خوندي شي او د دواړو لوریو ترمنځ جګړه دې ژر پای ته ورسیږي.

لاریون کوونکې، انجامه کوهستانۍ طلوع نیوز ته و ویل: «له ملګرو ملتونو زموږ غوښتنه دا ده چې د ښځو د حقونو ساتنه وکړي که هغه په هر ځای کې دي، نړۍ کې ډېر اسلامي هېوادونه دي خو ولې فلسطین په وینو کې ډوب دی.»
بلې لاریون کوونکې، حسیبا رسولي و ویل: «ایا هغه ماشومان د ژوند حق نه لري، د ازادۍ حق نه لري؟ ایا هغوی انسانان نه دي چې څوک یې غږ واوري.»

ځینې نورې لاریون کوونکې بیا، پر غزې تړانګه د اسرائيلي ځواکونو مرګوني بریدونه د نړۍوالو او بشري قوانینو خلاف بولي او له اسلامي هېوادونو غواړي چې د اسرائيلو پر وړاندې اقدام وکړي.

لاریون کوونکې، سمیه محمدي و ویل: « چیرته دي هغه د ملګرو ملتونه چې د بشر حقونو د ملاتړ چیغې وهي؟ ولې د فلسطینانو غږ نه اوري؟ ولې څوک د هغې خور او مور غږ نه اوري چې هره ورځ یې اولادونه په وینو لړل کیږي.»
لاریون کوونکې، ماریا یعقوبي داسې و ویل: «د محمد ص امت واک غوښتونکی امت نه دی، هغه څه چې موږ ته مهم دي، دا دي چې د فلسطین خلک مظلوم شوي دي.»

د فلسطین او اسرائيلو ترمنځ له جګړې ۲۰ ورځې تیریږي او په دغه جګړه کې تر دې دمه، څه باندې شپږ زره او پنځه سوه فلسطینیان وژل شوي دي.

منبع

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*