
د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر ( یوناما) د دوشنبې په ورځ، فبروري درېیمه (سلواغې ۱۵) وویل چې په کابل کې د ملګرو ملتونو په یو دفتر کې د ا.ا. د امنیتي ځواکونو د یو غړي په ډزو کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
یوناما ویلي چې دا پېښه د یکشنبې په ورځ شوې ده.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، یوناما په یوه خبرپاڼه کې په پیښه کې وژل شوی کس د ا.ا. امنیت ساتونکی ښودلی چې د ملګرو ملتونو د دفتر دباندې په ډزو کې وژل شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، په پېښه کې ژوبل شوی کس د ملګرو ملتونو د دفتر قراردادي امنیت ساتونکی و. یوناما ویلي چې د پیښې په تړاو پلټنې پیل شوي او په اړه یې نور جزئیات ندي ورکړي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي: “په پېښه کې د ملګرو ملتونو قراردادي امنیت ساتونکي ځوابي ډزې ندي کړي.”
د ا.ا. د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع طلوع نیوز سره په خبرو کې دا پیښه تائید کړې او ویلي دي چې په دې پیښه کې یو ا.ا. ساتوونکی وژل شوی او د ملګرو ملتونو یو کارکوونکی ټپي شوی دی.
قانع ندي ویلي چې تپي شوی کارکوونکی د ملګرو ملتونو افغان او که بهرنی کارکوونکی وو.
ملګرو ملتونو او ا.ا. دواړو ندي ویلي چې دا پیښه څنګه رامنځ ته شوې خو دواړو په دې اړه د پلټنو پیل کېدو خبر ورکړی دی.
دا پېښه د ملګرو ملتونو په یو عمومي دفتر کې وشې چې ددې سازمان ګڼې برخې او بهرني کارکوونکي پکې ځای په ځای شوي دي.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د ا.ا. د بیا رسیدلو وروسته دا په کابل کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې دننه لومړی برید دی چې له امله یې مرګ ژوبله اوښتې ده.
لومړی نظر وکړئ on "کابل کې د ملګرو ملتونو یو دفتر کې په ډزو کې مرګ ژوبله رامنځ ته شوې"