
کابل کې د ښوونیزو مشورتي خدمتونو د شرکتونو ټولنه جوړه شوه
کابل کې د ښوونیزو مشورتي خدمتونو د شرکتونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو او د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د دغو شرکتونو ټولنه جوړه شوه.
د اسلامي امارت مسوولینو د دې ټولنې د پرانیستې په مراسمو کې زدهکړیالانو ته د کره مالوماتو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت و ویل: «د دې برخې مسوولیت یوازې سوداګریز او اقتصادي نه دی، بلکې یو لوی، مهم، مسلکي او اخلاقي مسوولیت دی.»
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی رییس، محمدطیب په دې اړه و ویل: «کله چې څوک بهر ته ځي، باید ورته زمینه برابره کړو، ځکه هېواد مسلکي کسانو ته اړتیا لري؛ ډاکټرانو، ښوونکو او انجنیرانو ته اړتیا لرو.»
په ورته مهال، د ښوونیزو مشورتي خدمتونو د ټولنې رییس د دې ټولنې د جوړېدو موخه د لوړو زدهکړو د مشورتي شرکتونو له لوري غوښتونکو ته د معیاري خدمتونو وړاندې کول او د هغوی ترمنځ منظمې همغږۍ رامنځته کول وبلل.
په کابل کې د ښوونیزو مشورتي خدمتونو شرکتونو د ټولنې رییس، نورالرحمن قاسمي و ویل: «ټولنه د همغږۍ، نظم او کیفیت په موخه جوړه شوې ده. موږ ډاډ ورکوو چې په دې سکټور کې، سره له دې چې منظم سکټور دی، نظم به لا زیات کړو.»
بل پلو د ښوونیزو مشورتي خدمتونو د شرکتونو استازو هم پر معیاري فعالیتونو او د شرکتونو ترمنځ د سالمې سیالۍ پر رامنځته کولو ټینګار وکړ او له اسلامي امارت یې د لا ډېرو همکاریو غوښتنه وکړه.
د ښوونیزو مشورتي خدمتونو د یوه شرکت استازي، رامش انوري و ویل: «موږ باور لرو چې دا ټولنه د مسلکي معیارونو، روڼتیا، سالمې سیالۍ، د تجربو د تبادلې او د زدهکړیالانو او د هغوی د کورنیو د باور د پیاوړتیا زمینه برابرولی شي.»
د یوه بل مشورتي شرکت استازي فردین غضنفر و ویل: «د دې ټولنې اعتبار هغه مهال رامنځته کیږي چې هم د خپلو غړو له حقونو دفاع وکړي او هم د زدهکړیالانو او ټولنې پر وړاندې ځوابویونکې وي.»
د دې ټولنې د مسوولینو د شمېرو له مخې، په هېواد کې له ۵۰۰ ډېر د ښوونیزو مشورتي خدمتونو شرکتونه فعالیت کوي، چې تر اوسه نږدې ۱۰۰ دغو شرکتونو د دې ټولنې غړیتوب ترلاسه کړی دی.
لومړی نظر وکړئ on "کابل کې د ښوونیزو مشورتي خدمتونو د شرکتونو ټولنه جوړه شوه"