کابل کې د ۳۰ زره کسانو لپاره د څښاک پاکو ابو شبکه جوړه شوه

💬0

کابل کې د ۳۰ زره کسانو لپاره د څښاک پاکو ابو شبکه جوړه شوه

د کابل د میوند جادې څخه تر ابن‌سینا روغتون پورې د اوبو د لېږد شبکې پروژه نن (چهارشنبه) د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه پروژه د څه باندې ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت او د یونیسف په مالي ملاتړ پلې شوې ده، چې له مخې به یې له ۳۰ زرو څخه زیاتو کسانو ته اوبو ته د لاسرسي زمینه برابره شي.

د اوبو رسولو د شبکو له پراختیا سره، په کابل کې د اوبو د ورځني وېش کچه له ۳۵ زره متر مکعبو څخه ۴۲ زره متر مکعبو ته لوړه شوې ده.

 د دولتي شرکتونو رییس، احمدجان بلال و ویل: «په ۱۴۰۲ کال کې د هېواد په کچه ۵۲ میلیونه متره مکعبه اوبه توزیع کېدې چې دا کچه په ۱۴۰۳ کال کې ۵۵ میلیون متره مکعب ته پورته شوې او په ۱۴۰۴ کې ۶۰ میلیون او په ۱۴۰۵ کال کې ۶۵ میلیون متره مکعب ته پورته شوې ده. »

په همدې حال کې، د اوبو رسولو شرکت په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو د کچې د ټیټېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او له ښاریانو غواړي چې د اوبو په مصرف کې سپما وکړي.

 د ښاري اوبو رسولو عمومي رییس، غلام‌الرحمان کظیم و ویل: «په ټول کابل کې یوه منبع چې له قرغې د کاریزونو په شکل کې راروانه ده، لرو. نورې ټولې د ځمکې اوبه دي او دا اوبه ښکته روانې دي. یوې خوا ته تغذیه په ډېره کمه اندازه لرو او اوس په نیشت برابره ده. ځکه ماحول داسې نه دی جوړ چې ځمکه باراني او د واورې اوبه جذب کړي او د ځمکې لاندې اوبو کچه پورته کړي.»

 د ګذر وکیل، سیدحسن و ویل: «په اوله ناحیه کې مو ستونزه درلوده، اونۍ کې یو ځل اوبه راتلې او خلک په ډېرو ستونزو کې و. دا پروژه چې جوړه شوه او کار یې چې پیل کړې موږ ډېر خوشحال یو. داسې پروژې چې د خلکو په همکارۍ د ښار په نورو سیمو کې هم پلې شي غوره به وي. »

د نفوس زیاتوالی، د ښار پراختیا او د ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټېدل د دې سبب شوي، چې په کابل کې پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی سخت شي.

د راپورونو پر بنسټ، که د اوبو د سرچینو د کمېدو اوسنی بهیر همداسې دوام وکړي، کابل به تر ۲۰۳۰ کال پورې د اوبو له جدي کمښت سره مخ وي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کابل کې د ۳۰ زره کسانو لپاره د څښاک پاکو ابو شبکه جوړه شوه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*