
کابل کې یوه خصوصي شرکت د انلاین ټکسي خدمات پیل کړل
کابل کې یوه خصوصي شرکت د انلاین ټکسي خدماتو په برخه کې فعالیت پیل کړ.
د دغه شرکت مسوولانو د یاد پروګرام د پیل په موخه جوړه شوې غونډه کې وویل، د ښاري ترانسپورت په برخه کې د لا ډېرو اسانتیاوو برابرول، د خدمتونو د کیفیت لوړول او د یوه خوندي او عصري سیستم رامنځته کول یې اصلي موخه ده.
د دوی په خبره، هڅه کوي په هېواد کې انلاین ترانسپورتي خدمات عام کړي او د ټکنالوژۍ په کارولو سره خلکو لپاره وسایطو ته لاسرسی اسانه کړي.
د دغه شرکت مشر، عليزاده وویل: «زموږ موخه د مشتریانو لپاره د چټکو، خوندي او باکیفیته خدماتو وړاندې کول، ځوانانو او موټرچلوونکو ته د کاري فرصتونو برابرول، د مدیریت او خدماتو په برخه کې د عصري ټېکنالوژۍ کارول، په کرایو او خدماتو کې د شفافیت تأمین، او د موټرچلوونکو او مسافرو ترمنځ د درناوي، مسوولیت منلو او ځواب ویلو فرهنګ ته وده ورکول دي.»
له بل لوري، د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت مسوولان د دغه وزارت لاسته راوړنو ته په اشارې سره وايي چې د ترانسپورتي شرکتونو ملاتړ او د نوو خدماتو پراختیا ته ژمن دي.
د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت د تخنیکي خدمتونو او مصونیت رییس، حفیظالله حلیمي وویل: «د انلاین ټکسیو شرکت خپل فعالیت پیل کړی او خلکو ته خدمات وړاندې کوي. د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت هم هوډ لري چې د ټکسیو لپاره د GPS سیسټم نصب کړي.»
خلک کولی شي، د دغه شرکت له خوا د جوړ شوي اپلیکیشن له لارې په آنلاین ډول ټکسي وغواړي او د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې یې له خدماتو څخه ګټه واخلي.
د شرکت مسوولین زیاتوي چې پر دې پروژه شاوخوا ۲۰۰ زره امریکایي ډالر پانګونه شوې او ټاکل شوې ده چې خدمات یې د کابل ښار ټولې سیمې تر پوښښ لاندې راولي.
لومړی نظر وکړئ on "کابل کې یوه خصوصي شرکت د انلاین ټکسي خدمات پیل کړل"