د امریکا د کانګرس ځینو غړیو او پخوانیو چارواکو پاکستان کې په روان وضعیت اندیښنه وښوده

د متحده ایالاتو د کانګرس ځینو غړیو په پاکستان کې د مخکني صدراعظم عمران خان تر نیول کیدو وروسته په کړکچین وضعیت اندیښنه ښودلې.

د پاکستان سترې محکمې د ښاغلي خان نیول کیدل “ناقانونه” وبلل او د هغه د خوشې کیدو غوښتنه یې کړې.

د متحد ایالاتو د استازو په مجلس کې د کلفورنیا ایالت استازي جیم کاسټا د ښاغلي خان نیول کیدل “ډیر ځوروونکي” وبلل او زیاته چې د استازو مجلس د بل غړي براډ شرمن سره په ګډه کوښښ کوي چې “په متحده ایالاتو کې میشت پاکستاني اتباع او د کانګرس غړي سره راټول کړي چې وګوري روان وضعیت ته څه ډول ځواب ووایي”.

د استازو مجلس دې غړي پنجشنبه مې ۱۱ (غوایي۲۱) امریکا غږ اردو څانګې سره په مرکې دا هم وویل چې په سپینې ماڼۍ او حکومت کې یې “خبرې اثر لري”.

د کانګرس دې غړي دا هم وویل چې پاکستان د تاریخ په اوږدو کې غټې ستونزې درلودې خو اداري فساد هلته تل یوه ستونزه وه.

د متحده ایالاتو دې قانون جوړونکي د پاکستان یو پخواني صدراعظم سره چې نوم یې ندی اخیستی، د خپل یو ملاقات یادونه هم کړې چې څه باندې دوه کاله وړاندې شوی و. هغه وایي دې جګپوړي پاکستاني چارواکي ورته ویلي چې پدې هیواد کې د خپلواکۍ اخیستو راپدیخوا دوه غټې ستونزې موجودې دي چې یوه یې فساد او بل یې پوځ دی.

د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان هم تر نیول کیدو وړاندې څو ځله د هیواد په سیاسي چارو کې د پوځ د لاسوهنې په هکله شکایت کړی و.

عمران خان له واکه تر لیرې کیدو وروسته د هیواد جمهور رئیس عارف علوي ته په یو لیک کې لیکلي و چې د نظامي استخباراتو د مشر په ګډون د پوځ جګپوړي چارواکي په سیاسي چارو کې لاسوهنه کوي او د تحقیقاتو غوښتنه یې ترې کړې.

عمران خان د جمهور رئیس څخه غوښتي چې د هیواد تر ټولو د ستر دولتي مقام په توګه په هیواد کې د واک څخه د ناوړې ګټې اخیستو او اساسي قانون څخه د سرغړاونو مخه دې ونیسي.

په همدې حال کې د متحده ایالاتو د سنا په مجلس کې د اوهایو ایالت استازي سناتور جیمز ډیوډ وانس ویلي چې د امریکا د یو “مهم اتحادي په توګه او دا چې هغه هیواد اتومي وسلي لري، هلته بې ثباتي ځوروونکې ده”.

د سنا مجلس دې غړي ویلي چې په پاکستان کې وضعیت څاري او زیاته یې کړه چې د “هند په ګډون د سیمې هیوادونه په پاکستان کې ثبات غواړي ځکه چې بې ثباتي په اساسي توګه د شخړې سبب کیږي”.

مظاره چیانو په څو ښارونو کې حکومتي ودانیو ته اورونه اچولي او لوټ او تالان یې هم کړیږ
مظاره چیانو په څو ښارونو کې حکومتي ودانیو ته اورونه اچولي او لوټ او تالان یې هم کړیږ

په همدې حال کې د سیاسي چارو مبصره لیسا کورټیس چې د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا په ګډون یې د بهرنیو چارو په وزارت کې د جنوبي آسیا هیوادونو د چارو سمبالښت په غاړه درلود وایي چې په پاکستان کې اوسنی وضعیت ځکه په ځانګړې توګه د اندیښنې وړ دی چې دا هیواد د اقتصاد له پلوه هم بې ثباته دی.

میرمن کورټیس د امریکا غږ ډیوه څانګې سره په مرکې کې وویل چې په پاکستان کې سیاسي بې ثباتي نوې خبر نده “خو دا ځل دا بې ثباتي ځکه د پخوانیو سره توپیر لري چې د پاکستان پوځ د عمران خان د محبوبیت له کبله ځان په خطر کې بولي”.

کانګرس

دا سیاسي مبصره وایي عمران خان ځکه نیول شو چې د پاکستان د پوځ په یو جګپوړي غړي یې د خپل ترور په دسیسې کې د لاس لرلو تور لګولی و.

لیسا کورټیس وړاندې وویل چې متحده ایالات ښایي د پاکستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې څخه ډډه وکړي خو د “شک پرته به دا یقین تر لاسه کول وغواړي چې د هغه هیواد اتومي وسلې خوندي وي او دا چې د موضوع څخه د خلکو پام بلې خوا ته اړولو لپاره د پاکستان پوځ د هند سره د جنجال کولو د کوم تاکتیک څخه کار واخلي”.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف بیا د ستري محکمي لخوا د عمران خان د خوشې کولو په پرېکړه سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي که اړتیا یې ولیدل شوه هیواد کې بېړنی وضعیت هم لګیدلی شي.

ویل کیږي چې ښاغلی خان تیره شپه په اسلام آباد کې د پولیسو مېلمستون ته استول شوی او هلته یې د خپلې میرمنې او څو نورو نږدې کسانو سره کتلي هم دي.

ټاکل شوې چې عمران خان به د جمعې په ورځ یو ځل بیا عالي محکمې ته وړاندې شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "د امریکا د کانګرس ځینو غړیو او پخوانیو چارواکو پاکستان کې په روان وضعیت اندیښنه وښوده"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*