«کرونا “احتمالاً” د چین له لابراتوار څخه اشتباهاً خپره شوې»

«کرونا "احتمالاً" د چین له لابراتوار څخه اشتباهاً خپره شوې»
«کرونا “احتمالاً” د چین له لابراتوار څخه اشتباهاً خپره شوې»

د امریکا د فدرالي پولیسو مشر چین تورنوي چې د امریکا د هغو هڅو مخه نیسي چې غواړي د کرونا ویروس د خپریدو لامل پیدا کړي. د نوموړي په باور د کوید ۱۹ ویروس د چین د ووهان ښار په یوه لابراتوار کې د یوې حادثې له امله خپور شوی.

د امریکا متحده ایالاتو د فدرالي پولیسو یا اف. بي. آی مشر کریستوفر ورای پر چین باندې تور لګولی چې دغه هیواد د امریکا د هغو هڅو پر وړاندې خنډونه جوړوي چې غواړي د کوید ۱۹ ویروس د خپریدو منشأ پیدا کړي. ورای وايي چې د دوی اداره په دې باور ده چې د کوید ۱۹ ویروس د چین په ووهان ښار کې د یوې لابراتواري حادثې په نتیجه کې خپور شوی دی.

د اف. بي. آی مشر له فاکس نیوز امریکايي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي: «د امریکا فدرالي پولیسو [FBI]  ‌د یوې مودې راهیسې دا ارزولې ده چې د کرونا وبا په قوي احتمال سره په ووهان ښار کې تر یوې حادثې وروسته خپره شوې ده.» د امریکا د فدرالي پولیسو د یادې ادارې مشر په دې هکله ډېر جزيات ور نه کړل او زیاتوي چې هغه سري یا محرم طبقه بندي شوي دي.

د کوید ۱۹ ویروس چې د لومړي ځل له پاره د ۲۰۱۹م کال د نومبر په میاشت کې د چین په ووهان ښار کې خپور او تشخیص شو، په چټکۍ سره په ټوله نړۍ کې خپور شو چې له کبله یې میلیونونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د ورای دغه څرګندونې څو ورځې وروسته له هغې رامخې ته کیږي چې په متحده ایالاتو کې د وال سټریټ ژورنال په نامه یوې بلې رسنۍ راپور ورکړ چې د متحده ایالاتو د انرژي وزارت ارزونې ښوولې چې په کم احتمال سره د کوید وبا په چین کې د غیر ارادي لابراتواري حادثې په نتیجه کې رامینځته شوې.

په امریکا متحده ایالاتو کې نورې استخباراتې ادارې د اکادمیکو مطالعاتو پر بنسټ بیا په دې باور دي چې د کوید ۱۹ ویروس د لابراتوار له لارې نه بلکې په طبیعي شکل رامنځ ته شوی دی. د همدې تیرې دوشنبې په ورځ، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي وویل چې د امریکا حکومت د کوید ۱۹ د خپریدو د منشاً په برخه کې نهايي نتیجې او اجماع ته نه دی رسیدلی.

د امریکا متحده ایالاتو د فدرالي پولیسو یا اف. بي. آی مشر کریستوفر ورای پر چین باندې تور لګولی چې دغه هیواد د امریکا د هغو هڅو پر وړاندې خنډونه جوړوي.

پر چین انتقادونه

کله چې د چین د بهرنیو چارو وزارت له ویاند څخه د وال ستریت ژورنال رسنۍ د رپوټ په هکله د تبصرې غوښتنه وشوه، نو نوموړي په ځواب کې د روغتیا د نړیوال سازمان رپوټ ته اشاره وکړه چې پکې د کوید ۱۹ ویروس د خپریدو لامل د لابراتواري حادثې پر ځای طبیعي ښوول شوی دی. نور چینايي چارواکي هم دغه راز څرګندونې ردوي او هغه د بیجینګ پر خلاف یو بد کمپاین ګڼي.

په عین حال کې، له فاکس نیوز رسنۍ سره د امریکا د فدرالي پولیسو مشر په خپله مرکه کې همدا راز چین تورن کړ چې د کوید ۱۹ د منشا او د خپریدو د دلیل د موندلو په برخه کې د امریکا د هڅو مخه نیسي. هغه وویل: «د چین حکومت…خپلې ټولې هڅې کوي څو دلته زموږ د هلو ځلو مخه ونیسي. هغه کار چې موږ یې کوو، هغه هڅې چې د امریکا حکومت یې کوي او زموږ نیږدې متحدین یې کوي.» نوموړي زیاته کړې چې دا د ټولو له پاره یو بدبختي ده.

پر دې ټولو سربیره، د چین او امریکا اړیکې په دې وروستیو کې د ټایوان د موضوع، پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل او همدا راز په امریکا کې د چینايي جاسوسي بالونونو له کبله لا پسې ترینګلي شوي دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "«کرونا “احتمالاً” د چین له لابراتوار څخه اشتباهاً خپره شوې»"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*