کرېکټ؛ افغانستان د جادوګرو سپېنرانو مرکز

کرېکټ؛ افغانستان د جادوګرو سپېنرانو مرکز
کرېکټ؛ افغانستان د جادوګرو سپېنرانو مرکز

دا د همدغو څو کلونو مخکې خبر ده، راشد خان په کابل کې د کرېکټ یوې اکاډمۍ پروګرام ته د ځانګړي مېلمه په توګه بلل شوی و.

هغه مهال د افغانستان زیاتره ځوانانو د کرېکټ ډېر مشهور لوبغاړي راشد خان ته په کتو سره پرېکړه کړې وه چې د ده په څېر په ورو توپ اچولو ته مخه کړي.

په هغه ورځ راشد خان له شاوخوا ۲۵۰ تنو ورو توپ اچوونکو ځوانو لوبغاړو سره ولیدل.

راشد خان وروسته دا خبر د هند مشهور کرېکټ مبصر هارشا بهګلې ته هم وکړه.

بهګلې د تېرې جمعې پر ورځ د ای پي اېل لوبې پر مهال، یو ځل بیا له راشد خانه وپوښتل چې نن سبا به په افغانستان کې څه شمېر “جادوګر سپېنران” وي؟

راشد خان په ډېر ارامه ځواب کې ورته وویل: زر به وي.

ښايي په دې برخه کې کره شمېره معلومه نه وي، خو یوه خبره روښانه ده چې شاوخوا شپږ – اووه داسې افغان لوبغاړي شته چې د هند غوره لیګ او د کرېکټ نورو مشهورو لیګونو ته یې لار کړې ده.

راشد خان، محمد نبي، مجیب الرحمن، نور احمد، رحمان الله ګربز او نوین الحق هغه نومونه دي چې د افغانستان کرېکټ یې نړۍ ته ورپېژندلی دی.

له دې ډلې راشد، نور، ګربز، فضل او نوین سږ کال په ای پي اېل کې له بېلابېلو لوبډلو سره لوبېږي.

له دوی څلور تنه د ښې توپ اچونې له امله ډېر پېژندل شوي.

راشد خان له تېرو څو کلونو راهیسې د شل اوریزو لوبو لومړی نمبر ورو توپ اچونکی دی.

۱۸ کلن نور احمد هم په دې فصل کې د ګجرات ټایټنز لوبډلې کې خپل ځای موندلی دی.

د راجستان رایلز خلاف لوبه کې راشد خان درې او نور احمد دوه لوبغاړي وسوځول.

هندي مشهور مبصر اکاش چوپړا، د لوبې پر مهال پوښتنه راپورته کړه، دا په کابل کې څه روان دي چې یو تر بل ښه او باکیفیته سپېنران ترې راځي.

د هند بل مشهور کرېکټ مبصر انیل کمبلې د هغه پوښتنې په ځواب کې وايي، راشد خان د خپل ټول یوه نسل لپاره الهام دی.

د هغه په لیدلو سره نور ځوانان هم غواړي چې د ده په څېر شي او همدا لامل دی چې په افغانستان کې د ورو توپ اچوونکو څپه راپورته شوې.

ایا افغان کرېکټ لوبغاړي د وېسټ انډیز لوبغاړو ځای نیسي؟

د ای پي اېل او نړۍ نورو شل اوریزو لیګونو کې د وېسټ انډیزي لوبغاړو غوښتنه تر نورو لږه ډېره ده.

لومړی دا چې هلته د کرېکټ لوبغاړي په خورا طبیعي ډول ګړندی او لنډ مهاله لوبه کوي او بله دا چې هلته لوبغاړي د ملي لوبډلې پرېښودو او په شل اوریزو سیالیو کې لوبېدو څخه ډېر نه وېرېږي.

که د سږني ای پي اېل سیالیو کې د وېسټ انډیز لوبغاړو لوبه وګورو، نو له کایلي مایرز او نیکولاس پوران پرته یې نورو لوبغاړو پام وړ لوبې نه دي کړې.

ای پي اېل کې د وېست انډیز ټول مخکیني مشهور لوبغاړي کریس ګېل، پولارډ او براوو ټول تقاعد شوي، او سږني فصل کې د انډری رسل بیټ هم تر ډېره خاموش دی.

د الزاري جوزف، سنیل نارېن، روومن پاول په څېر نورو لوبغاړو هم کومه پام وړ لوبه نه ده کړې. او که د افغانستان له لوبغاړو سره پرتله شي، رحمان الله ګربز د کلکتې لوبډلې لپاره دوه غوره پاڼۍ ترسره کړې، نوین الحق د لکهنو په لوبډله کې په خپلې ځیرکتیا سره مهم رول لوبولی دی.

راشد خان اوسمهال د محمد شامي تر څنګ تر ټولو زیاتې ۱۹ ویکټې اخیستي، نور احمد په اوو لوبو کې ۱۱ لوبغاړي سوځولي دي.

بلخوا خوا فضل الحق فاروقي چې د حیدراباد په لوبډله کې لوبېږي تر اوسه یوازې په دوو لوبو کې لوبېدلی او درې ویکټې یې اخیستي دي. خو په نورو لوبو کې چانس نه دی ورکول شوی.

د ای پي اېل لوبډلو د خاوندانو لپاره د افغان لوبغاړو بله ځانګړنه دا ده چې په ډېرو کمو پيسو اخيستل شوي دي.

خو که لوبې یې له ګران بیه، لوبغاړو سره پرتله شي نو افغان لوبغاړو ډېرې ښې لوبې کړې دي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کرېکټ؛ افغانستان د جادوګرو سپېنرانو مرکز"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*