کرېکټ؛ د ۲۰۲۴ شل اوریزو نړیوال جام لپاره د راشد خان په مشرتابه د افغانستان لوبډله اعلان شوه

افغانستان کرېکټ بورډ د ۲۰۲۴ کال ای سي سي کرېکټ شل اوریزو سیالیو نړیوال جام لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه، چې راشد خان به یې مشري کوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ په یوه اعلامیه کې چې نن سې شنبه (اپریل ۳۰مه) د بورډ پر فېسبوک پاڼه خپره شوې، ویل شوي، رحمن الله ګوربز، ابراهیم ځدراڼ، نجیب الله ځدراڼ محمد اسحاق، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، ګلبدین نائب، کریم جنت، راشد خان، ننګیال خروټی، مجیب الرحمان، نور احمد، نوین الحق، فضل الحق فاروقي، او فرید احمد ملک د سږني کرېکټ شل اوریز جام لپاره د افغانستان په لوبډله کې شامل دي.

د شل اووریزو لوبو دې نړیوال جام ته افغان کرېکټ بورډ د تجربه لرونکو لوبغاړو تر څنګ ځینو ځوانو لوبغاړو ته هم ځای ورکړی.

د کرېکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) د یوې اعلامیې له مخې حشمت الله شاهدي چې په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان شل اوریزې لوبډلې مشر و، د سږ کال په اعلان شوې لوبډله کې شامل نه دی، خو محمد اسحاق، کریم جنت او نور احمد بیا هغه لوبغاړي دي، چې د ۲۰۲۲ په نړیوال جام کې نه وو، خو په سږنۍ لوبډله کې یې نومونه شامل دي.

د سږ کال نړیوال جام لپاره په لوبډله کې د ننګیال خروټي نوم هم شامل دی، چې د روان کال په مارچ کې له ائرلنډ سره د

کرېکټ

افغانستان د کرېکټ لوبو په لړۍ کې خورا ښه وځلېد او په درې لوبو کې یې پنځه وېکټې ترلاسه کړې.

محمد اسحاق یو بل ځوان لوبغاړی دی، چې د افغانستان له لوري یې د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۲ د ۱۹ کلنو په کرېکټ نړیوال جام کې برخه درلوده او سږ کال د شل اوریزو نړیوال جام کې د ملي لوبډلې ملګرتیا کوي.

د افغان کرېکټ بورډ په اعلامیه کې د صدیق اتل، حضرت الله ځاځي او سلیم ساپي نومونه د احتیاط لوبغاړو په توګه یاد شوي، چې له افغان کرېکټ لوبډلې سره به ملګري وي.

د نارینه وو کرېکټ نړیوال شل اوریزو سیالیو نړیوال جام لوبې به سږ کال په جون میاشت کې په امریکا او ویسټ انډیز کې کېږي او افغان لوبډله به خپله لومړنۍ سیالي د جون پر درېیمه له یوګانډا لوبډلې سره کوي.

د دغه نړيوال جام لپاره لوبډلې په څلورو ګروپونو وېشل شوې چې هر ګروپ کې پنځه پنځه لوبډلې دي.

افغانستان له نيوزيلنډ، وېسټ انديز، يوګانډا، پاپوا نيو ګيني سره په يوه ګروپ کې دی او بل پړاو ته د تلو لپاره به له دغو هېوادونو سره سيالي کوي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کرېکټ؛ د ۲۰۲۴ شل اوریزو نړیوال جام لپاره د راشد خان په مشرتابه د افغانستان لوبډله اعلان شوه"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*