کندهار پوهنتون : څه باندې ۱۰۰ تنه له طب پوهنځي فارغ شول

د کندهار پوهنتون د طب له پوهنځي څخه ۱۰۶ تنه تر اوو کلنو زده کړو وروسته فارغ او د يوې غونډې په ترڅ کې يې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د دغه پوهنتون د طب پوهنځي رئيس پوهنمل ډاکټر نجيب الله رحيمي وايي، د کندهار پوهنتون په طب برخه کې په ۲۵ پړاونو کې تر ۱۴ سوه تنه نارينه او ښځينه فارغ او ټولني ته وړاندې شوي.

نوموړي ويلي چي اوس مهال د کندهار طب پوهنځی د ماسټرۍ پروګرام هم لري او راتلوونکي پنځه کاله به د دوکتورا د پيل پلان هم لري.

مولوي اکرم‌ شاه عاصم له فارغو ډاکټرانو غوښتنه وکړه چې په پوره اخلاص د ټولنې خدمت وکړي

د کندهار پوهنتون مسئولين وايي، اوس مهال د طب په بېلابېلو شپږ څانګو کې لسګونه محصلين په زده کړو بوخت دي او د استادانو لخوا ورته په ښه اومعياري ډول زده کړې ورکول کېږي.

منبع

كندهار پوهنتون په (۱۳۶۹ یا ۱۹۹۰) كال كي د كرهڼي پوهنځۍ په ایجاد سره تأسيس او له ۱۳۷۲ کاله راهیسي د طب، انجنیري، ښووني او روزني، شرعياتو، اقتصاد، ژورناليزم او عامه اړیکو، حقوقو او سياسي علومو، عامه اداره او پاليسي، ژبو او ادبياتو، کمپيوټر ساينس، ستوماتولوژي او فارمسۍ پوهنځی په بېلابېلو کلونو کي یو په بل پسې ایجاد او فعاله سول. 

کندهار پوهنتون له تأسيس څخه تر اوسه پوري د هېواد د ځوان نسل د سالمي روزني له پاره په  خورا سختو امنيتي، سياسي او اقتصادي شرايطو كي خپل مسو‌لیت پرله پسې پاللی او تر اوسه پوري ئې پرته له ستوماتولوژۍ او فارمسۍ پوهنځیو څخه د ټولو پوهنځیو په ۲۹ څانګو کي د ليسانس په درجه او په يو ماسټرۍ پروګرام کي فارغان ټولني ته وړاندي کړي دي او همداراز په سهیل لويديځ زون کي د لوړو زده کړو وزارت استازی او د ټولو فلیالو دولتي او خصوصي پوهنتونو او لوړو زده کړو موسسو لارښود او مرستندویه مرکز دئ او د څارني صلاحیت ئې هم لري. کندهار پوهنتون تر (١٣٨٣) کاله پوري د خپلو تدريسي او اداري چارو له پاره ځانګړى ملکيت (مځکه) او تأسیسات نه درلودل او د کندهار ښار په بېلابېلو دولتي ودانۍو کي ئې خپلي تدريسي چاري سمبالولې، تر څو چي  په (۱۳۸۳) کال کي ئې د کندهار ولايت مقام  په مرسته خپل دایمي ملکیت ترلاسه او اوسني مرکزي کمپس ته راکډه سو، چي د کندهار ښار په نهمه ناحيه کي د لويي ويالې پر غاړه پروت دئ.

لومړی نظر وکړئ on "کندهار پوهنتون : څه باندې ۱۰۰ تنه له طب پوهنځي فارغ شول"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*