کندهار کې د وچې مېوې بیې راټیټې شوې؛ سوداګر د بدیلو لارو غوښتنه کوي

💬0

کندهار کې د وچې مېوې بیې راټیټې شوې؛ سوداګر د بدیلو لارو غوښتنه کوي

د سږ کال وچه مېوه تازه د کندهار ځايي بازارونو ته رسېدلې، خو سوداګر وايي، د کشمشو، انځرو او ابجوشو بیې د تېر کال په پرتله ټیټې شوې دي.

د وچې مېوې سوداګر د بیو د ټیټېدو یو لامل د سوداګریزو لارو تړل کېدل بولي او وايي، که د صادراتو لپاره بدیلې لارې پیدا نه شي، ښايي بیې نورې هم راټیټې شي.

بخت محمد، په کندهار کې د وچې مېوې سوداګر دی، هغه وايي: «د کشمشو نرخونه د تېر کال په پرتله له نیمایي زیات راټیټ شوي، خو لا هم د وچې مېوې پروسس روان دی. د لارو تړل کېدو زموږ کاروبار اغېزمن کړی او غواړو لارې خلاصې شي.»

یو بل سوداګر حاجي نانی وايي، سږ کال یې د لارو د بندېدو له امله د تازه مېوې ډېره برخه وچه کړې ده. د هغه په وینا، تازه مېوه د هوا له لارې په اسانۍ بهر ته نه شي لېږدول کېدای، خو د وچې مېوې د لېږد امکانات نسبتاً ډېر دي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال عبدالباقي بینا وايي، د تورخم او سپین بولدک د لارو له تړل کېدو سره سره، د روان کال د حمل میاشتې له پیل څخه د اسد تر پایه له کندهاره ۱۳ زره او ۵۰۰ ټنه وچه مېوه صادره شوې، چې ارزښت یې ۳۴ میلیونه او ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو ته رسېږي.

د نوموړي په وینا، دغه وچه مېوه هند، چین، ایران، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، ترکیې او کاناډا ته صادره شوې او هڅې روانې دي چې د صادراتو لپاره نورې بدیلې لارې هم زیاتې شي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، افغانستان د وچې مېوې د صادراتو په برخه کې د پام وړ ظرفیت لري؛ خو ټینګار کوي چې د محصولاتو د کیفیت، بسته‌بندۍ او صادراتي اسانتیاوو ښه کېدل کولای شي د افغانستان وچې مېوې ته په نړیوالو بازارونو کې لا ډېر فرصتونه برابر کړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کندهار کې د وچې مېوې بیې راټیټې شوې؛ سوداګر د بدیلو لارو غوښتنه کوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*