کورنیو چارو وزارت: ټول هېواد کې څه باندې سل زره امنیتي کمرې لګول شوې

💬0

کورنیو چارو وزارت: ټول هېواد کې څه باندې سل زره امنیتي کمرې لګول شوې

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت وايي، په ټول هېواد کې د امنیتي کمرو شمېر تر ۱۰۰ زرو اوښتی او دغه وزارت هڅه کوي چې امنیتي اړتیاوو ته په پام یې شمېر نور هم زیات کړي.

د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع د امنیت په ټینګښت، د مجرمینو په پېژندنه او د جنايي پېښو په څارنه کې د امنیتي کمرو کارول اغېزناک بولي او زیاتوي چې د کورنیو چارو وزارت د څارنیزو سیسټمونو د هوښیارولو او د پرمختللو امنیتي کمرو د نصب هڅه کوي.

قانع ویلي: «ډېرې پرمختللې او باکیفیته امنیتي کمرې په ټول هېواد کې، پر لویو لارو، بندونو، د هېواد په نړۍوالو هوايي ډګرونو، بازارونو او په ځانګړې توګه کابل ښار کې نصب شوې دي. دا بهیر بشپړ شوی دی.»

د امنیتي کمرو د پراخ نصب بهیر په ۱۴۰۱ کال کې لومړی په کابل او وروسته په نورو ولایتونو کې پیل شو.

دغه بهیر په ورپسې کلونو کې پراخ شو او اوس د هېواد په ډېرو برخو کې عملي شوی دی.

پوځي شنونکي سرور نیازي وویل: «دا ډېره مهمه موضوع ده او باید دې برخې ته لا ډېره پاملرنه وشي. تر دې مهمه دا ده چې د امنیتي او څارنیزو کمرو کارکوونکي باید لازمې روزنې ترلاسه کړي.»

که څه هم امنیتي کمرې د امنیت په ښه ټینګښت کې مهم رول لري، خو د هېواد په ځینو ښارونو کې د دوامدارې برېښنا نشتوالی د دغه څارنیز سیسټم اغېز کم کړی دی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کورنیو چارو وزارت: ټول هېواد کې څه باندې سل زره امنیتي کمرې لګول شوې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*