
کور جوړولو په اړه د اسلامي امارت له وروستۍ پریکړې د هېوادوالو هرکلی
د اسلامي امارت د ریسالوزراء له لوري رغنیزو چارو ته له اجازې ورکولو وروسته یو شمېر هېوادوالو د دې پرېکړې هرکلی کړی او دا اقدام یې د کورونو د کمښت د بحران کمولو لپاره یو مهم ګام بللی دی.
کابل میشتي وایي چې په وروستیو میاشتو کې د ودانیزو چارو د محدودیتونو له امله د کورونو کرایه په څرګند ډول لوړه شوې وه او ډېرو کورنیو ته مناسبه سرپناه موندل ستونزمن شوي وو.
محفوظ د کابل ښار یو اوسېدونکی دی چې په دې اړه وايي: «دا زموږ هغو هېوادوالو لپاره ډېر هیلهبښونکی خبر دی چې کورونه نه لري. زه خپله هم په کرایي کور کې اوسیږم او له ډېرو ستونزو سره مخ یم.»
سید اشرف هم د کابل ښار اوسېدونکی دی: «موږ له دې اقدامه ډېر خوښ یو، ځکه د کورونو کرایې ډېرې لوړې شوې وې. هغه کډوال چې له ایران او پاکستانه راستانه شوي هم د کورونو د کموالي له امله له ستونزو سره مخ وو.»
یو شمېر نور ښاریان بیا هیله څرګندوي چې د دې امر په عملي کېدو سره به د ودانیزو چارو بهیر بیا فعال، د کورونو عرضه به زیاته او د کرایې بیې به راټیټې شي.
دوی دا اقدام په ځانګړي ډول د لږ عاید لرونکو کورنیو او بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره مهم بولي.
د کابل اوسېدونکی، ادریس چې تازه له کډوالۍ هېواد ته را ستون شوی، په دې اړه وايي: «موږ تازه افغانستان ته راستانه شوي یو. که څه هم خوشاله یم چې خپل هېواد ته بېرته راغلي یو، خو کورونه ډېر ګران دي. اسلامي امارت چې دا حکم صادر کړی، باید عملي شي څو رغونه پیل شي او کورونه ارزانه شي.»
احمد د کاب بل اوسېدونکی دی: «د ودانیزو چارو اجازه ورکول بېشکه کولی شي د سرپناه پر وضعیت مثبت اغېز ولري، د کورونو د کموالي او لوړ لګښت ستونزه حل کړي، او تر څنګ یې د پانګونې زیاتوالي او د کاري فرصتونو رامنځته کېدو لامل شي.”
دا اقدام د استوګنیزو سیمو د بحران کمولو لپاره، په ځانګړي ډول د راستنېدونکو کډوالو لپاره، تر لاس لاندې نیول شوی دی.
د دې پرېکړې له مخې، په غیرې پلاني سیمو کې خلک کولی شي د منل شویو اسنادو په وړاندې کولو سره، پرته له رسمي جواز څخه ودانیز کارونه وکړي، خو د ټاکل شویو اصولو مراعات به اړین وي چې لوړې ودانۍ او سوداګریز مرکزونه پکې شامل نه دي.
په همدې حال کې، د چارو ادارې په یوه غونډه کې چې د ودانیزو چارو د چټکولو او د دې حکم د تطبیق د څرنګوالي لپاره جوړه شوې وه، پرېکړه وشوه چې په یوه میاشت کې به د ښارونو او شاوخوا سیمو ممنوع ساحې په واضح ډول مشخصې شي.
لومړی نظر وکړئ on "کور جوړولو په اړه د اسلامي امارت له وروستۍ پریکړې د هېوادوالو هرکلی"