
په جینیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونـو شورا ۵۸مه غونډه د افغانستان په ګډون د نړۍ بېلابېلو برخو کې د بشري حـقونو د خرابېدونکي وضعیت په تړاو د اندېښنو په څرګندېدو سره پیل شوه.
دا غونډه د ملګرو ملتونو د ۷۹مې عمومي اسمبلۍ د رئیس فیلېمون یانګ په وینا پیل شوه او وروسته ورته د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش، د دغه سازمان د بشري حقونو شورا رئیس یورګ لاوبر، بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر وولکر ترک او د جنسیتي مساوات او د ښځو پیاوړتیا لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې مشرې سیما بحوث ویناوې وکړې.
دوی ټولو پر خپل وار له اوکرایینه رانیولې، تر غزې تراړې، افغانستان، سودان، هیتي او کانګو دیموکراتیک جمهوریت پورې د نړۍ بېلابېلو سیمو کې د بشري حقونو د خرابېدونکي وضعیت په تړاو اندېښنه وښوده او په دې برخه کې یې د اړینو اقداماتو پر اړتیا ټینګار وکړ.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش وویل، بشري حقونه د بشریت لپاره د اکسیجن په څېر ارزښت لري خو د نوموړي په وینا یو په یو زندۍ کېږي.
هغه په دې برخه کې د جنګ جګړې، تاوتریخوالي او نورو عواملو ترڅنګ د “استبدادي واکمنانو” او “پلارواکۍ” یادونه هم وکړه، چې “نجونې یې له ښځوونیو راګرځولې او ښځې یې له بنسټیزو حقونو بې برخې کړې دي.”
نوموړي وويل، “دا د هغو ټولو میکانیزمونو او سیسټمونو لپاره مستقیم ګواښ دی چې په تېرو ۸۰ کلونو کې د بشري حقونو ساتنې او پرمختګ لپاره په ډېرې سختۍ رامنځته شوي دي”.
د ملګرو ملتونو سرمنشي که څه هم مشخصآ د افغانستان او ا.ا. نوم وانخیست، خو دمګړۍ افغانستان د نړۍ یوازنی هېواد دی چې نجونې پکې د واکمنو چارواکو لخوا له شپږم پورته له زدهکړو او ښځې په ډېرو برخو کې له کار راګرځول شوې دي.
په جینیوا کې د افغانستان استازی نصیر اندېشه وايي، افغانستان به د بشري حـقونو شورا د ۵۸مې غونډې “یوه مهمه موضوع” وي او ټاکلې د بشري حقونو وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر ریچارډ بېنېټ د فبرورۍ پر ۲۸مه پکې خپل راپور وړاندې کړي.
ښاغلی اندېشه د جمهوریت پر مهال جینیوا کې ګومارل شوی او د ا.ا. حکومت استاوزلي نه کوي.
نوموړی وایي، د بشري حقونو د ۵۸مې غونډې ترڅنګ به د جینیوا په دفتر کې د افغانستان استازولي او همدا راز د افغانو ښځو او بشري حـقونو برخه کې ځینې فعال بنسټونه هم ناستې او لیدنې ترسره کړې.
نوموړی زیاتوي، چې په دغو ناستو کې به د حساب ورکولو د یوه خپلواک میکانیزم په تړاو خبرې پیل شي او تمه ده چې د روان کال په اوږدو کې هم همداسې یو میکانیزم رامنځته شي.
لومړی نظر وکړئ on "ګوتېرېش: پلارواکۍ نجونې له ښوونځيو او ښځې له بنسټیزو حـقونو بې برخې کړې"