یو ترکی شرکت په افغانستان کې پر بادي برېښنا پانګونه کوي

یو ترکی شرکت په افغانستان کې پر بادي برېښنا پانګونه کوي
یو ترکی شرکت په افغانستان کې پر بادي برېښنا پانګونه کوي

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی دی، چې یوه ترکي شرکت لېوالتیا ښودلي چې په افغانستان د بادي انرژۍ په برخه کې پانګونه وکړي. په دې وروستیو کې چین هم د افغانستان کې پانګونه کې لېوالتیا ښودلې ده.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور په خپله ټویټر پاڼه خبر ورکړی، چې د ۷۷ په نوم د یوه ترکي شرکت له مشر سلیمان جیلیو سره لیدنه کې یې په افغانستان کې له بېلابېلو سرچینو څخه د انرژۍ د تولید په اړه خبرې کړي دي.

نوموړي وایي، د دغه ترکي شرکت مشر موافقه کړي، چې په افغانستان کې د بادي انرژۍ په برخه کې په یوه پروژه  پانګونه وکړي، چې له مخې به یې ۲۰۰ میګاواټه برېښناتولید کړي. 

منصور زیاته کړي:« د ۷۷ ترکي شرکت رئیس، ښاغلي سلیمان جیلیو ژمنه وکړه چې د تیرو همکاریو سربیره، په افغانستان کې له بادي سرچینو څخه د ۲۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید په پروژه کې هم پانګونې ته لیواله دی.».

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت په خپل ویب سایټ هم د دې لیدنې خبر خپور کړی دی او ویلي یې دي، چې د یاد وزارت مشرتابه د دغه پروژې په عملي کولو کې یاد ترکي شرکت ته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی.

زیاته شوې ده، چې په نږدې راتلونکي به د بادې انرژۍ په برخه کې د دواړو لوریو ترمنځ یو تړون لاسلیک شي.

دا چې د بادي انرژۍ څخه د برېښنا تولید دا پروژه د افغانستان په کومه سیمه کې عملي کیږي، د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت په دې تړاو مالومات نه دي ورکړي.

ویل شوي دي، چې د هلمند د کجکي بند د دویم فاز پروژه هم  د ترکيې د ۷۷ ساختماني شرکت له لورې عملي شوې.

د دغه پروژې قراداد د ۲۰۰ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت، د ۲۰۱۶م کال په اکتوبر میاشت کې د پخواني ولسمشر اشرف غني په حضور کې د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت او د ۷۷ په نوم ترکي ساختماني شرکت ترمنځ لاسلیک شوی و.

دا په داسې حال کې ده، چې ځینې چینایي کمپنیو د افغانستان په بندونو او په ځانګړي توګه د کانونو په استخراج کې ډېره لېوالتیا لري. د افغانستان حکومت څه موده وړاندې د افغانستان په شمال کې  د تیلو د استخراج په برخه کې یوه چینایي شرکت سره یو قرارداد لاسلیک کړی دی. 

منبع

لومړی نظر وکړئ on "یو ترکی شرکت په افغانستان کې پر بادي برېښنا پانګونه کوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*