
۲۰۲۶ کې د ۱۵۰ روغتیايي مرکزونو تړل کېدل او په ولایتونو کې د ناروغانو ستونزې
د ختیځې مدیترانې سیمې لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان سیمهییزې رییسې، حنان بلخي ویلي چې د بودجې د کمښت له امله د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې نږدې ۱۵۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.
هغې زیاته کړې چې په افغانستان کې له ۲۲ میلیونو څخه ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري او له دې ډلې ۱۴.۴ میلیونه کسان روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري.
هغې ویلي: «دا وضعیت د دې لامل کېږي چې روغتیايي کارکوونکي د ماشومانو د واکسین کولو لپاره لږه وړتیا ولري، میندې خوندي روغتیايي خدمتونو ته لږ لاسرسی پیدا کړي، او ناروغان د اساسي روغتیايي خدمتونو د ترلاسه کولو پر مهال له لا ډېرو ستونزو سره مخ شي. دا زیانونه د پام وړ دي او له پامه نه شي غورځول کېدای.»
په همدې حال کې موږ کابل ښار کې د اندراګاندي د ماشومانو روغتون ته ورغلو، دلته سیدشاه چې د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ څخه د خپل دوه کلن ماشوم د درملنې لپاره دغه روغتون ته راغلی، وايي د ماشومانو د متخصصو ډاکټرانو او معیاري روغتیايي خدمتونو نشتون اړ کړی چې کابل ته راشي.
هغه وویل: «هلمند کې یو لوی روغتون شته، خو زما د ماشوم درملنه هلته ترسره نه شوه. وروسته یوه خصوصي روغتون ته ولاړم، خو ان د یوې ګولۍ د اخیستلو توان هم نه لرم. خلک هلته ډېر ستړي شوي دي، نو د درملنې لپاره کابل ته راغلو.»
د اندراګاندي د ماشومانو روغتون د پوليکلینیک او تشخیصي مرکز امر، محمدالله رسولي وایي، په تېرو څلورو ورځو کې له شپږو تر اوو زرو پورې ناروغانو دې روغتون ته مراجعه کړې، چې له دې ډلې شاوخوا اویا سلنه یې له ولایتونو څخه راغلي دي.
هغه وویل: «په ولایتونو کې باید د ناروغانو لپاره د تشخیص او درملنې اسانتیاوې برابرې شي؛ ځکه د افغانستان د خلکو اقتصادي وضعیت کمزوری دی، آن د کابل د سفر کرایه هم په پور برابروي.»
په ورته وخت کې، ناروغ لرونکي چې د خپلو ماشومانو د روغتیا په تمه اندېښمن دي، له حکومته غواړي چې په ولایتونو کې معیاري روغتونونه جوړ کړي، څو خلک د درملنې لپاره کابل ته د راتګ اړتیا ونه لري.
محفوظ چې د خپل زوی د درملنې لپاره له پروان څخه کابل ته راغلی، خپله غوښتنه داسې بیان کړه: «باید زموږ په ولایتونو کې روغتیايي اسانتیاوې برابرې شي، معیاري روغتونونه جوړ شي او په هره څانګه کې ډاکټران موجود وي.»
فضلجلال چې د خپل ناروغ د درملنې لپاره له کونړ څخه کابل ته راغلی، وویل: «د درملنې لپاره موږ له کونړ څخه جلالآباد ته استول کېږو؛ که هلته امبولانس موجود نه وي، نو تر کابل پورې سرګردانه کېږو او په لاره کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ کېږو.»
ورته مهال، یوه بل داکټر، صادق ظاهرزی وویل: «له نړیوال روغتیا سازمان څخه زموږ غوښتنه دا ده چې د پخوا په پرتله په ولایتونو کې له روغتیايي مرکزونو څخه لا زیات ملاتړ وکړي او د دغو مرکزونو اړتیاوې پوره کړي.»
تر دې وړاندې هم د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی وو، چې د امریکا د مرستو له کمېدو او بندېدو وروسته، د ۲۰۲۵ کال د جون میاشتې تر پایه په افغانستان کې لږ تر لږه ۴۲۲ روغتیايي مرکزونه د بودجې د کمښت له امله تړل شوي وو، چې له امله یې څه باندې ۳.۱ میلیونه کسان له اساسي روغتیايي خدمتونو بې برخې شوي دي.
بل پلو، د عامې روغتیا وزارت د ۱۴۰۳ کال د مرغومي په پنځمه اعلان کړی وو، چې د هېواد په ولسوالیو کې به ۳۱۸ روغتونونه جوړ شي.
لومړی نظر وکړئ on "۲۰۲۶ کې د ۱۵۰ روغتیايي مرکزونو تړل کېدل او په ولایتونو کې د ناروغانو ستونزې"