آیا مصنوعي ځیرکتیا کیدای سي د انساني کاري ځواک ځای ونیسي؟

آیا مصنوعي ځیرکتیا کیدای سي د انساني کاري ځواک ځای ونیسي؟
آیا مصنوعي ځیرکتیا کیدای سي د انساني کاري ځواک ځای ونیسي؟

د کار د نړیوال سازمان یو رپوټ دې نتیجې ته رسیدلی دی چي مصنوعي ځیرکتیا کولای سي، د کاري زمینو د له منځه وړلو پرځای، د ځینو مشخصو دندو په ترسره کولو کي مرسته وکړي. خو بیا هم د دفتر کارگران له بشپړ اتومات کیدو سره مخامخ دي.

د ملگرو ملتونو د مطالعاتو له مخي چي د دوشنبې په ورځ خپاره سول، مصنوعي ځیرکتیا ښايي د دې سبب نه سي چي خلک خپل کارونه له لاسه ورکړي، خو هغه د ځینو دندو له اتومات کیدو سره مرسته کوي.

تولیدي مصنوعي ځیرکتیا د متن، انځورونو، ږغونو، انیمیشن، درې بعدي موډلونو او نورو ارقامو په تولید قادره ده، چي کولای سي په بالقوه ډول د ځانگړو دندو د بشپړولو او یا هم پیاوړتيا له پاره د استفادې وړ وگرځي.

د کار د نړیوال سازمان په رپوټ کي راغلي: «د کارونو او صنایعو ځیني برخي د اتومات کیدو سره مخامخي دي، له همدې امله امکان لري چي د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته دغه تکنالوژي بشپړه سي.»

په رپوټ کي زياته سوې ده چي په دې ډول: «د دغه تخنیک تر ټولو لوی اغیز ښايي تقویتي کارونه وي.»

د کار نړیوال سازمان اټکل کړی دی چي په هغو هیوادونو کي چي لوړ عاید لري، ۵،۵ سلنه کارونه او د کم عاید لرونکو په هیوادونو۰،۴ سلنه کارونه، په بالقوه ډول د تولیدي مصنوعي ځیرکتیا په مرسته له اتومات کیدو سره مخامخ دي.

په تیره بیا دفتري کارونه تر گواښ لاندي دي

په دې ډول رپوټ دا موندلې ده چي دفتري کارونه ډیر زیات د تولیدي مصنوعي ځیرکتیا له گواښ سره مخامخ دي.

د کار د نړیوال سازمان د مطالعاتو له مخي د دفتري کارونو یو پر څلورمه برخه په شدت سره د بالقوه اتوماتیک کیدو په مقابل کي ولاړه ده. دغه حالت په تیره بیا په شتمنو هیوادونو کي پر ښځو اغیز کوي

د کار نړیوال سازمان ویلي دي: «د پالیسۍ جوړونکو له پاره باید زموږ مطالعه د آرام بخښوونکي ږغ په توگه تعبیرنه سي، بلکي باید په مخ کي پراته تکنالوژیکي تغییراتو د راوستلو په هدف د سیاستونو د مهارولو له پاره د یوې غوښتنې په توگه تعبیر سي.»

مخکي له دې په اصطلاح د مصنوعي ځیرکتیا «دوهم پلار» د دغه تخنیک د خطرونو، په تیره بیا د جعل کارۍ په برخه کي خبرداری ورکړی وو.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "آیا مصنوعي ځیرکتیا کیدای سي د انساني کاري ځواک ځای ونیسي؟"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*