اروپايي ټولنه وايي، چې په افغانستان کې د روښانه راتلوونکي لپاره له سلو ښوونځیو ملاتړ کوي

Loading

اروپايي ټولنه وايي، چې د روښانه راتلوونکي لپاره په افغانستان کې له سلو ښوونځیو ملاتړ کوي او هڅه یې دا ده چې په دغه هیواد کې د زده‌کړو د شته بهیر کیفیت ښه وساتي.

دغې ټولنې په ایکس پاڼه لیکلي، پوهنه د یوه هیواد بنسټ جوړوي.

اروپايي ټولنې نن سې شنبه د (تلې ۲۴مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د روښانه راتلوونکي لپاره په افغانستان کې له سلو ښوونځیو ملاتړ کوي او هڅه کوي، چې په دغه هیواد کې د زده‌کړو د شته بهیر کیفیت ښه وساتي.
د دغې ټولنې شارژدافیره په کابل کې د نجونو یوه لومړني ښوونځي ته ورغلې او له زده‌کوونکو سره د لیدنې پر مهال یې ویلي، چې د «پوهنې لپاره دا د اروپايي ټولنې نه ستړی کیدونکی ملاتړ په ګوته کوي.»
هغې وړاندې ویلي، چې پوهنه د یوه سوکاله افغانستان لپاره بنسټیز رول لري.

دا په داسې حال کې ده چې ا.ا. کابل کې واک ته تر رسیدو وروسته په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او د پوهنتون زده‌کړې بندې کړې دي.

اروپايي ټولنه د ۱۴۰۳ د وږي په میاشت کې ویلي و، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ له صندوق سره به په افغانستان کې د خوارځواکۍ د درملنې او په بېړنیو حالاتو کې د زده‌کړو د برابرولو لپاره ۱۳ میلیونه یورو اضافي مرسته وکړي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق ویلي و، چې په دې مرستو سره به په ۲۷۵ درسي ټولګيو کې د زده‌کړو کیفیت ښه کړي او له مخې به یې ۹۵۰۰ ماشومان، چې ۶۱ سلنه یې نجونې دي لومړنیو زده‌کړو ته لاسرسی پېدا کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې زرګونه زده‌کوونکې چې لومړنۍ دوره يې پای ته رسولې، له زده‌کړو بې برخې شوې دي.

د افغان وګړو او نړۍوالې ټولنې له ټینګار سره سره، ا.ا. لا هم له شپږم ټولګي پورته او پوهنتون کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز ته دوام ورکړی.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "اروپايي ټولنه وايي، چې په افغانستان کې د روښانه راتلوونکي لپاره له سلو ښوونځیو ملاتړ کوي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*