پاکستان څخه د افغان کډوالو له وتلو وروسته ښوونځیو کې د زده کوونکو شمېر کم شوی

په پاکستان کې د هغو شخصي ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو مسؤلین چې د افغانستان نصاب پکې تدریس کیږي، وایي افغانستان ته د افغان کډوالو بیرته تګ له کبله پدې مرکزونو کې د زده کوونکو شمیر هم کم شوی.

د امریکا غږ ډیوه څانګې په یو راپور کې ویلي چې په ستنوو شویو افغانانو کې ډیری یې هغه وو چې په همدې مرکزونو کې یې لیک لوست کاوه.

یو شمیر افغان زده کوونکي چې هیواد ته د بیلا بیلو دلایلو له کبله ندي ستانه شوي او په خېبر پښتونخوا کې په زده کړو بوخت دي، وايي د زده کړو روان ساتل ورته سخت دي.

رابعه عبدالرحيمزۍ، چې په افغانستان کې د طالبانو دویم ځلي واک ته رسیدو څخه وروسته پاکستان ته کډه شوې وویل چې پاکستان ته یې د ورتګ اصلي مقصد زده کړې کول وو.

رابعه چې په پاکستان کې د پاتې کیدو قانوني اسناد نلري، وایي ویره لري چې په افغانستان کې د طالبانو او په پاکستان کې د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله به يې زده کړې نيمګړې پاتې شي.

هغې زیاته کړه، “دطالبانو د حکومت سره مونږ نه شو کولې چې خپل درس ووايو، مونږ ته خپل اینده نده معلومه، مونږ دلته راغلي يو چې خپل درس دوام داره وساتو، خو دلته هم د پوليس له ويرې له کورونو نه شو راوتلی.” د طالبانو له واکمنېدو وروسته په زرګونو افغانان پاکستان ته کډه شوي.

د پاکستان حکومت د همدې روان ۲۰۲۳ میلادي کال د اکټوبر میاشتې په سر کې په دې هیواد کې د څه باندې یو ملیون افغان کډوالو په ګډون چې هلته د پاتې کېدو لپاره قانوني اسناد نلري، یوه میاشت وخت ورکړ چې که پخپلې خوښې ونه ووځي، چارواکي به یې ونیسي او تر ایستلو وړاندې به یې په ځانګړو کمپونو کې واچوي.

د پاکستان حکومت وايي د دې اعلان څخه وروسته ، نږدې ۴۵۰زره افغان کډوال خپل وطن ته ستانه شوي دي. په پېښور کې د افغان کډوالو د پاره د شخصې ښوونځیو مالکان وايي د کډوالو د وتلو لړۍ پېل کېدو سره د دوي په تعليمي ادارو کې هم د زده کونکو شمېره کمه شوې ده۔

مليحه ابراهيمي د افغان کډوالو د پاره یو شخصې ښوونځي کې ښوونکې ده. ابراهیمې د دې موضوع په هکله ډیوې ته وویل، “په ښوونځیو کې او د افغانانو په ژوند ډير منفي اثرات شوي دي، د لوړو زده کړو او لاندې کچې ټولګیو کې ماشومان په دې غرض نه راځي که فېسونه ورکړو مونږ به وباسي، د ډيرو افغانانو په ذهنونو کې دا ويره خپره ده.”

د پاکستان د کډوالو کمیشنرۍ معلوماتو له مخې پدې هیواد کې نږدې ۶۰زره افغان کډوال په تعليمي ادارو کې داخل دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان واک ته د بیا رسیدلو وروسته په پرله پسې ډول پر ښځو او نجونو د زده کړو او کار په ګډون ځینې محدودیونه لګولي دي. د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون د روغتیا او پوهنې د سکټورونو پرته په نورو ټولو دولتي او غیر دولتي ادارو کې یې د ښځو په کار بندیزونه لګولي دي. طالبانو د لومړنۍ دورې پرته د متوسطې او ثانوي زده کړو په ګډون پر ښخو باندې په پوهتونونو کې په زده کړو محدودیتونه هم لګولي دي.

که څه هم د طالبانو حکومت ویلي چې پر زده کړو محدودیتونه دایمي نه دي، خو د ښځو د کار په برخه کې د لګیدلو محدودیتونو د لیرې کولو په اړه یې تراوسه هیڅ څه نه دي ویلي چې ورته به په راتلوونکي کې اجازه ورکړي او که نه.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "پاکستان څخه د افغان کډوالو له وتلو وروسته ښوونځیو کې د زده کوونکو شمېر کم شوی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*