اروپايي ټولنې افغانستان کې د روغتیا سکټور سره لس میلیونو یورو مرسته کړې

د روغتیا نړیوال سازمان(ډبلیو ایچ او) وايي چې اروپايي ټولنې په افغانستان کې د ساري ناروغیو د خپریدو د مخنیوي او په دغه هیواد کې د روغتیا خدمتونو د پیاوړي کیدو لپاره لس میلیونو یورو چې ۷۵۰ میلیونه افغانۍ کیږي مرسته کړې ده.

دغه سازمان د پنجشنبې د ورځې ناوخته نومبر۲۳(لیندۍ دوېیمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا پیسې به په راتلوونکی کې د ساري ناروغیو د خپریدو د مخنیوی لپاره د چمتوالی بهیر د پیاوړي کیدواو تغذیي ته د بیړنیو اړتیاو په برخه کې ولګول شي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي:” ددې وروستۍ مرستې د برابرولو هدف په ۳۴ ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو د بهیرلا پیاوړي کیدل دي چې له دوو میلیونو څخه زیاتو وګړو ته به یې ګټه ورسیږي.”

همداشان د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې دا نوې مرسته به په افغانستان کې د کرونا وبا په څیر د ساري ناروغیو پر وړاندې د ځواب ویلو او مدیریت چارې هم پیاوړي کړي.

کابل کې د اروپايي ټولنې د دفتر شارزدافیرې رافائلا یودیچه ددې مرستې په اړه ویلي:” اروپايي ټولنه د ناروغیو د خپریدو څخه د افغانانو د ساتنې او د تغذيي او نورو روغتیايي بیړنیو مرستو د برابرولو په برخه کې ژمنه ده. افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان سره زمونږ روانې همکارۍ په دوام دا نوې بودیجه به په دغه هیواد کې د عامې روغتیا د خدمتونود پیاوړي کیدو او د افغانانو د هوساینې سره مرسته وکړي.”

افغانستان لپاره د روغتیا د نړیوال سازمان د دفتر رئیس ډاکټر لیوډاپینګ هم ویلي چې د اروپايي ټولنې دا مرسته به په افغانستان کې د افغانانو ترمنځ د ساري ناروغیود خپریدو د کمیدو سره مرسته وکړي.

اروپايي ټولنې ددې نوې مرستې دمخه هم د نومبر اوومه (لړم ۱۶مه) په یوه اعلامیه کې چې د ایکس په ټولنیزه شبکه کې یې خپره کړې ویلي و چې دغې ټولنې افغانانو سره د ۶۱ میلیونو یورو مرسته کړې ده.

دغې ټولنې ویلي و چې دا پیسې به اړو افغانانو لپاره د بشري مرستو په برابرولو مصرف شي او یو میلیون یورو به پاکستان کې د افغان کډوالو د خیر ښیګڼې په چارو ولګیږي.

همداشان اروپايي ټولنې د اکتوبر۲۸ (لړم شپږمه) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي وو، چې دغې ټولنې له پاکستان څخه د ستنیدونکو افغان کډوالو د روان بهیر سره د ۱۵ میلیونو یورو مرسته کړې ده.

اروپايي ټولنې د نومبر اوومه (لړم ۱۶مه) په یوه اعلامیه کې چې د ایکس په ټولنیزه شبکه کې یې خپره کړې ویلي دي چې د دې نوو مرستو دمخه هم دغې ټولنې د روان ۲۰۲۳ کال په اوږدو کې افغانستان سره ۹۴ میلیونو یورو مرسته کړې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "اروپايي ټولنې افغانستان کې د روغتیا سکټور سره لس میلیونو یورو مرسته کړې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*