اروپايي ټولنې په افغانستان کې د اوبو ناورین د پراخېدو خبرداری ورکړی

Loading

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ په دغه هېواد کې د اوبو ناورین پر پراخېدو د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، وچکالي، ککړتیا او د اوبو زیاته کارونې د خلکو د اوبو سرچینې له ګواښ سره مخ کړې دي.

دغه سازمان پر خلکو غږ کړی چې په افغانستان کې د اوبو د سرچینو ساتنه وکړي.

افغانستان ته د اروپايي ټولنې پلاوي د شنبې په ورځ د (زمري شپږمه) په ایکس پاڼه یوه یادښت کې لیکلي: «راځئ چې خپلو سیندونو، رودونو او د ځمکې لاندې اوبه د راتلونکو نسلونو لپاره خوندي کړو.»

دغه سازمان په یوه بیان کې ویلي: «موږ باید وکولای شو چې د اوبو له ستونزو څخه خوندي افغانستان او نړۍ جوړه کړو.»

ملګرو ملتونو له دې وړاندې هم خبرداری ورکړی وو، چې د افغانستان شاوخوا ۸۰ سلنه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

د ۲۰۲۳ کال په پای کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له خوا د خپاره شوي راپور له مخې، تېر کال افغانستان د اقلیم د بدلون له امله د زیانمنونکو هېوادونو په کتار کې شپږم ځای درلود.

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د اوبو او فاضله اوبو د ناوریند حل لپاره ۴۷۹ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

تر دې وړاندې د سره صليب نړيوالې کمېټې هم د افغانستان د خلکو لپاره د څښاک پاکو او بو ته لاسرسى ستونزمن بللى و او ويلي يې و، چې په دغه هېواد کې د ميليونونو خلکو ژوند له ګواښ سره مخ دى.

تر دې وړاندې د سره صليب نړيوالې کمېټې هم د افغانستان د خلکو لپاره د څښاک پاکو ته لاسرسى ستونزمن بللى و او ويلي يې و، چې په دغه هېواد کې د ميليونونو خلکو ژوند له ګواښ سره مخ دى.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "اروپايي ټولنې په افغانستان کې د اوبو ناورین د پراخېدو خبرداری ورکړی"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*