نیکلاسن: افغانستان په اړه بیشکک کې د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا هیوادونو د استازو غونډه جوړیږي

افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان په تړاو د یوې غونډې د جوړیدو دمخه په راروانه اونۍ کې د قرغزستان په پایتخت بیشکک کې د منځنۍ اسیا د پنځه هیوادونو د استازو په ګډون د یوې بلې غونډې د جوړیدو خبر ورکړی دی.

توماس نیکلاسن د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ اتم (سلواغې ۱۹) کابل کې خبریالانو ته وویل چې په دې جوړیدونکي غونډه کې به دی د افغانستان لپاره د منځنۍ اسیا د پنځه هیوادونو د ځانګړو استازو سره د دغه هیواد په وضعیت خبرې وکړي.

توماس نیکلاسن د دوحې د رارونې غونډې په اړه وویل: “د دوحې رغنده غونډې ته چمتو کیږو. د دوحې په لومړۍ غونډه کې په دریو ټکو باندې موافقه شوې وه، لومړی په افغانستان کې مقاومت څخه باید هیڅ ډول ملاتړ ونشي، دوییمه مسله د بالفعل حکومت (طالبانو حکومت) سره د تعامل د اړتیا مسله وه”.

هغه درییمه مسله د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو مسله یاده کړه، چې د دوحې په لومړۍ غونډه کې پرې خبرې شوې وې.

د اروپايي ټولنې له خوا په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې توماس نیکلاسن د فبرورۍ د پنځم څخه تر اتم پورې افغانستان ته سفر کړی و. ددغې خبرپاڼې له مخې ښاغلي نیکلاسن د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي، د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي او هم په کابل کې د یو شمیر هیوادونو او نړیوال بانک د استازو سره د افغانستان په وضعیت په ځانګړي ډول د افغانستان په تړاو په دوحه کې د جوړیدونکي غونډې اړوند مسلو خبرې کړي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند د توماس نیکلاسن او د امیرخان متقي ترمنځ د کتنې په اړه ویلي چې ښاغلي متقي څرګنده کړې چې د طالبانو حکومت د دوحې غونډې ته د خپل پلاوي په استولو لا هم غور کوي.

ښاغلي تکل ویلی: “د ښاغلي نکلاسن د دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا د افغانستان حکومت به په دوحې ناستې کې ګډون وکړي او که نه، محترم متقي صيب وويل چې اسلامي امارت (طالبانو حکومت) د دغې ناستې په اړه په مجموع کې مثبت نظر لري، او د معنیٰ داره ګډون په اړه غور کوي”.

همداشان د افغانستان د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د توماس نیکلسن سره په کتنه کې چې ددغې ټولنې شارژدافیره میرمن رافیلا یودیچه هم حاضره وه د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا ۲۷۲۱پریګړه لیک په اړه چې له مخې یې په دوحه کې د افغانستان په تړاو غونډه جوړیږي هم خبرې کړي دي.

د ښاغلي کرزي دفتر ویلي چې په دې کتنه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزونکي فریدون سینیرلي اوغلو په وړاندیزونو هم خبرې شوي دي. د دغه دفتر د معلوماتو له مخې فریدون سینیرلي اوغلو هم د ښاغلي کرزي سره د دوحې د غونډې په تړاو خبرې کړې وې.

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش په بلنه د فبرورۍ د روانې میاشتې په ۱۸ او ۱۹ د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان د وضعیت د ارزولو په تړاو یوه غونډه جوړه شي.

ملګرو ملتونو ویلي چې په دې غونډه کې به افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو ځانګړي استازي او د نړیوالو سازمانو او د افغان میرمنو او مدني ټولنې استازي ګډون وکړي.

ملګرو ملتونو ددې غونډې د جوړیدو هدف په دې اړه بحث کول ښودلي دي چې څنګه د افغانستان په اړه د خپلواک ارزونکي سپارښتونو ته د پاملرنې په ګډون په لا همغږۍ او رغنده ډول سره نړیواله بوختیا کې زیاتیدلی شي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "نیکلاسن: افغانستان په اړه بیشکک کې د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا هیوادونو د استازو غونډه جوړیږي"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*