اسټرالیا په افغانستان کې د جنګي جنایتونو قربانیانو ته د تاوان د ورکړې څرنګوالی مشخص کړ

2
1

اسټرالیا په افغانستان کې د هغو کورنیو قربانیانو ته تاوان ورکوي، چې د دغه هېواد د ځواکونو له خوا په «غیر قانوني» توګه وژل شوي او یا هم زیانمن شوي دي.
د راپورونو له مخې، د دې هېواد ځانګړي ځواکونه د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د کابو ۳۹ ملکیانو په وژلو تورن شوي دي.

د اسټرالیا دفاع وزیر تېر کال د غبرګولي په میاشت کې ویلي و، چې هېواد یې په افغانستان کې د ادعا شویو جنګي جنایتونو د قربانیانو کورنیو ته د تاوان د ورکولو په لټه کې دی.
د اسټرالیایي رسنیو د راپورونو له مخې، اوس د دې هېواد حکومت اعلان کړی چې د قربانیانو کورنیو ته یې د تاوان ورکولو د څرنګوالي په اړه مقررات مشخص کړي دي.
ددې مقرراتو له مخې، اسټرالیا د تاوان د مشخص کولو په موخه یو نوی وکیل ټاکي، څو ادعا شوي جنګي جنایتونه وڅېړي، خو تراوسه مشخص شوې نه ده چې مدافع وکیل به څوک وي.
په دې څېړنو کې باید د ملکي کسانو د تلفاتو او مالي تاوانونو په اړه معقول او مستند دلایل تثبیت شي، څو له مخې یې تاوان ورکړل شي.
پر دې سر بېره، قربانیان او زیانمن کسان باید د ترهګریزو سازمانونو غړي نه وي.
د اسټرالیا د دفاع وزیر ویاند ویلي؛ دا هېواد ژمن دی څو د هغو قربانیانو او زیانمنو کسانو کورنیو ته د تاوان د ورکولو په برخه کې سپارښتنې عملي کړي، چې په تاوان کې شاملېږي.
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم په یوې بیانیه کې ویلي: «د افغانستان د قربانیانو د تاوان ورکولو طرحه د مخکې تګ لپاره د یوه مهم ګام ښکارندویي کوي .»
اسټرالیا دا پرېکړه تر هغه وروسته کړې، چې تېر کال د غبرګولي په میاشت کې د اسټرالیا یوې فډرالي محکمې د دې هېواد یو پخوانی نامتو سرتېری د څلورو افغانانو په وژلو تورن کړ.
د یادولو ده، چې د طالبانو ویاند بیا تېر کال اسټرالیايي پلټونکو ته بلنه ورکړه، چې افغانستان ته د اسټرالیايي ځواکونو د جنګي جرمونو د تورونو د څېړلو لپاره سفر وکړي.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "اسټرالیا په افغانستان کې د جنګي جنایتونو قربانیانو ته د تاوان د ورکړې څرنګوالی مشخص کړ"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*