کابل او پروان کې د برېښنا شبکې د پراختیا د څلورو پروژو چارې پیل شوې

💬0

کابل او پروان کې د برېښنا شبکې د پراختیا د څلورو پروژو چارې پیل شوې

د برېښنا د درېیو سب‌سټېشنونو د جوړولو او پراختیا او د کابل له شنه صنعتي پارک څخه د پروان تر باریک‌آب صنعتي پارک پورې د ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا لېږد مزي د غځولو چارې پیل شوې.

برېښنا شرکت وایي، دغه څلور پروژې د ۴۶۸ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا شبکې د پیاوړتیا، د اضافي بار ستونزې د کمولو او استوګنیزو، سوداګریزو او صنعتي برخو ته د برېښنا د برابرولو په موخه پلې کېږي.

د برېښنا شرکت رییس زیاتوي چې د هېواد په ولایتونو کې د برېښنا په برخه کې تر ۲۵۰ ډېرې پروژې روانې دي او هڅه کېږي چې دغه پروژې د هر ولایت اړتیاوو ته په پام پلې شي.

د دغه شرکت اجرائیه رییس عبدالحق همکار په دې اړه وویل: «پروژې الحمدلله تر کار لاندې دي او تر اوسه ناهیلي نه یو چې چارې به یې بشپړې نه شي. اوس د هېواد دننه د تولیدېدونکې برېښنا ترڅنګ، له ترکمنستان او ازبیکستان څخه د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا دوه پروژې هم لرو چې افغان قراردادي شرکتونه پکې کار کوي او چارې یې روانې دي.»

بل‌خوا، د امارتي شرکتونو رییس په تېر یوه کال کې د برېښنا په برخه کې د ۷۴ میلیارده افغانیو د پانګونې خبر ورکوي.

هغه له پانګوالو غواړي چې په دې برخه کې لا ډېره پانګونه وکړي.

د امارتي شرکتونو رییس احمدجان بلال په دې اړه وویل: «تېر کال مو یوازې د برېښنا شرکت په چوکاټ کې د برېښنا د تولید او شبکو د پراختیا په برخو کې نږدې ۷۴ میلیارده افغانۍ پانګونه کړې چې دا پانګونه د کورنیو او بهرنیو شرکتونو له‌خوا شوې ده.»

په همدې حال کې، د برېښنا شرکت عملیاتي رییس صفی‌الله احمدزي د هېواد په کچه د پروژو د بشپړېدو د وخت په اړه وویل: «د برېښنا د تولید او پراختیا پروژې یو څه وخت نیسي، خو موږ د غوښتنو ترڅنګ له هېوادوالو هم غواړو چې حوصله وکړي او ډاډ ورکوو چې دغه پروژې به په نږدې راتلونکي کې بشپړې شي.»

ټاکل شوې د دغو څلورو پروژو چارې په راتلونکو یو تر دوو کلونو کې بشپړې شي او ۵۰۰ کسانو ته به پکې د کار زمینه هم برابره شي.

په کابل او پروان کې د برېښنا شبکې د پراختیا او پیاوړتیا څلور پروژې په لاندې ډول دي:

۱. د ختیځ سب‌سټېشن پراختیا
۲. د شمال‌لوېدیځ سب‌سټېشن پراختیا
۳. د قصبې سب‌سټېشن پراختیا
۴. د کابل له شنه صنعتي پارک څخه د پروان تر باریک‌آب صنعتي پارک پورې د ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا لېږد مزي غځول

د قراردادي شرکت اجرائیه رییس علاالدین سلیم د دغو پروژو د پلي کېدو په اړه وویل: «موږ د شرکت له‌خوا بشپړ ژمنتیا او ډاډ ورکوو چې د دغو پروژو د پلي کولو لپاره به خپل ټول توان او امکانات په کار واچوو.»

دغه پروژې داسې مهال پیلېږي چې برېښنا ته د اړتیا زیاتوالي، په ځانګړې توګه په صنعتي او سوداګریزو برخو کې، د برېښنا شبکې د پراختیا او پیاوړتیا اړتیا لا زیاته کړې ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "کابل او پروان کې د برېښنا شبکې د پراختیا د څلورو پروژو چارې پیل شوې"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*