اطلاعاتو ته د لاسرسي نړۍواله ورځ؛ پر کره او پر وخت اطلاع‌رسونې ټینګار

💬0

اطلاعاتو ته د لاسرسي نړۍواله ورځ؛ پر کره او پر وخت اطلاع‌رسونې ټینګار

اطلاعاتو ته د لاسرسي له نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله، د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوولان د اطلاع‌رسونې په برخه کې د شته ننګونو د حل لپاره د هڅو خبر ورکوي.

دوی ټینګار کوي چې د اوازو د خپرېدو د مخنیوي لپاره باید کره او پر وخت معلومات د خبریالانو او خلکو په واک کې ورکړل شي.

د دغې کمېټې رییس، د څېړنیزې خبریالۍ پراختیا ته د ځانګړې پاملرنې ترڅنګ، د یوه روښانه میکانیزم پر رامنځته کولو، د ویاندویانو د ظرفیت پر لوړولو، ښځینه خبریالانو ته د اسانتیاوو پر برابرولو او د تصویرونو د خپرولو د ستونزې پر حل ټینګار کړی دی.

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې رییس جمیل وقار وویل: «کله چې د حساب ورکولو موضوع مطرح کېږي او معلومات هم په سمه توګه شریک شي، حکومت د خلکو باور ترلاسه کوي، ښه اړیکه رامنځته کېږي او پیغام هم په روښانه ډول رسېږي.»

د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې رییس حجت‌الله مجددي وویل: «کله ناکله چې ویاندویان غواړي رسنیو ته معلومات ورکړي، یوه موضوع په عامه فضا کې خپرېږي. معلومات باید په سمه توګه وړاندې شي؛ خو د کره معلوماتو راټولول وخت نیسي او تر هغه چې موضوع رسنیو ته رسېږي، ناسم خبرونه او اوازې په ټولنه کې خپرې شوې وي او عامه افکار یې اغېزمن کړي وي.»

په همدې حال کې، د یو شمېر رسنیو مسوولانو او خبریالانو، خبریالانو ته پر وخت د معلوماتو پر رسولو او د باور د فضا پر رامنځته کولو ټینګار کړی او په ډېرو پروګرامونو کې د ښځینه خبریالانو د ګډون او پوښښ لپاره یې د اسانتیاوو غوښتنه کړې ده.

د اریانا نیوز مسوول مجیب‌الرحمن بهیر وویل: «نجونې د اسلامي اصولو او حجاب په مراعتولو سره پروګرامونو ته ځي؛ نو باید داسې فضا ورته برابره شي چې په غونډو کې ګډون او پوښتنې وکړای شي. ښځینه خبریالانې شکایت لري چې بهرنیو رسنیو ته هر ډول اجازه ورکول کېږي؛ خو پر هغو نجونو چې په افغاني رسنیو کې کار کوي، محدودیتونه شته.»

دغه راز، پژواک خبري اژانس مسوول عبدالقدیر منصف وویل: «دا یو واقعیت دی او باید ویې منو چې ستونزې شته. ځینې ادارې ان په عادي مسایلو کې هم موږ ته د هو یا نه ځواب نه راکوي. دا هم واقعیت دی چې که وغواړو د اسلامي امارت د پرمختګونو په اړه راپور جوړ کړو، ځینې ادارې له موږ سره همکاري نه کوي.»

همدارنګه خبریالې فرحناز فریبرز وویل: «د یوې ښځینه خبریالې په توګه زما غوښتنه دا ده چې دولتي مسوولان باید د جنسیت له امله موږ له فعالیت څخه محروم نه کړي، ښځینه خبریالانو ته د معلوماتو له ورکولو ډډه ونه کړي او تبعیض ونه کړي.»

بل‌خوا، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال له رسنیو او خبریالانو سره د همکارۍ ډاډ ورکړی او له رسنیو یې غوښتي چې د بهرنیو کلمو له کارولو ډډه وکړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال حیات‌الله مهاجر فراهي وویل: «له رسنیو زموږ یوازینۍ غوښتنه دا ده چې ځینې اصطلاحات مراعت کړي. کله ناکله له ځینو رسنیو داسې خبرونه یا کلمې اورو چې موږ پرې نه پوهېږو.»

د افغانستان د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وویل: «په سختو شرایطو کې چې له ګاونډیو هېوادونو سره ستونزې رامنځته شوې، نظام ښه پر مخ ځي او امنیت مدیریت کولای شي. پالیسي هم دا ده چې له ګاونډیو هېوادونو سره ښه فضا موجوده وي؛ خو بیا هم ځینو هېوادونو د بهرنیانو په اشاره تحرکات درلودل. دوی د نظام لاسته‌راوړنې، خپلواکي او د ملت بقا نه شي زغملای؛ نو حقایق باید تل خپاره شي.»

اطلاعاتو ته د لاسرسي نړۍواله ورځ هر کال د سپټمبر پر ۲۸مه نمانځل کېږي. دا ورځ په ۲۰۱۵ کال کې د یونسکو له لوري اعلان او په ۲۰۱۹ کال کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ له لوري په رسمیت وپېژندل شوه. موخه یې د روڼتیا، د معلوماتو د ازادۍ او باوري معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي پیاوړتیا ده.

منبع

لومړی نظر وکړئ on "اطلاعاتو ته د لاسرسي نړۍواله ورځ؛ پر کره او پر وخت اطلاع‌رسونې ټینګار"

یو نظر پریږدئ

ستاسو بریښنالیک پته به خپره نشي.


*