![](https://amwajpress-pa.com/wp-content/uploads/2025/02/48a91638-9a9f-4a3a-a82e-b1e607c20eb2.png)
د روڼتیا نړۍوال سازمان د ۲۰۲۴ کال په راپور کې ویلي، د افغانستان د عامه یا دولتي سکټور د فساد برخه کې د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو له منځه ۱۶۵ ځای خپل کړی دی.
د راپور لمخې، افغانستان د دغه سازمان «د فساد د ادراک شاخص» له ۱۰۰ نمرو ۱۷ نمرې اخیستي چې د ۲۰۲۳ کال پرتله ۳ نمرې کمې دي.
د افغانستان دغه نمرې په ۲۰۲۳ کې ۲۰ او ۲۰۲۲ کې ۲۴ وې.
د دغه شاخص سل نمرې په عامه سکټور کې د فساد نشتوالي او صفر یې د پراخ فسـاد شتون ښیي.
په راپور کې ډنمارک، فنلنډ او سنګاپور په ترتیب له ۹۰، ۸۸ او ۸۴ نمرو سره د هېوادونو په سر کې دي.
اخوا سویلي سوډان، سومالیا او وینزیویلا په ترتیب له ۸، ۹ او ۱۰ نمرو سره د جدول په پای کې راغلي دي.
د یادونې ده چې «د فساد د ادراک شاخص» د عامو خلکو د نظرونو پر بنسټ نه بلکې خپل راپورونه د متخصصینو او د سوداګرو سروې ګانو د معلوماتو پر بنسټ چمتو کوي چې له ۱۳ بېلابېلو بهرنیو سرچینو پکې ګټه اخیستل کیږي خو د روڼتیا نړۍوال سازمان پکې ښکېل نه دی.
د فسـاد ادراک شاخص کې کوم موارد فساد ګڼل کیږي؟
«بډې، د عامه پیسو اختلاس، د چارواکو له لوري د شخصې ګټې لپاره د دولتي ادارو کارول، په عامه سکټور کې د دولت له لوري د فسـاد د کنټرول وړتیا، په عامه سکټور کې بې ځایه بیوروکراسي، په عامه سکټور کې د خپلوانو ګمارنه، د هغو کسانو قانوني خوندیتوب چې د فساد په هکله راپور ورکوي، د دولت د فعالیتونو په اړه معلوماتو ته لاسرسۍ ، هغه قوانین چې دولتي چارواکي د خپلو مالي شتمنیو افشا کولو ته اړ باسي او نور.»
اخوا، «له فساده د ښاریانو مستقیم درک، په مالیاتو کې درغلي، غیرقانوني مالي جریانونه، فساد کوونکي، د پیسو مینځل، په خصوصي سکټور کې فساد او غیرقانوني اقتصادي چارې» هغه موارد دي چې په دغه شاخص کې د فساد په توګه نه دي شامل.
له ۲۰۱۲ کال راپدیخوا افغانستان په دغه شاخص کې تر ټولو کمې نمرې (۸) په همدې کال او تر ټولو ډېرې (۲۴) نمرې په ۲۰۲۲ کال کې ترلاسه کړې وې.
لومړی نظر وکړئ on "افغانستان تېر کال د فساد برخه کې درې درجې ښکته راغلی"